ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهنې په برخه کې د همکارۍ لس هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د پوهنې په برخه کې د همکارۍ لس هوکړه لیکونه لاسلیک شول

author avatar
29 Oct 2019 - 19:15
د پوهنې په برخه کې د همکارۍ لس هوکړه لیکونه لاسلیک شول
author avatar
29 Oct 2019 - 19:15

کابل (پژواک، ۷ لړم ۹۸): د پوهنې وزارت د پوهنې په اړه د همکاريو په موخه له ۴۰ ميلیون څخه د ډېرو امريکايي ډالرو په ارزښت له بهرنیو او کورنیو موسسو سره لس هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

دا هوکړه لیکونه، نن (سه شنبه) د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي او لسو کورنیو او بهرنیو موسسو له خوا لاسلیک شول.

د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي په دې اړه جوړه شوې ناسته کې وویل، د دغو هوکړه لیکونو په واسطه له ښوونځي څخه د پاتې ماشومانو لپاره محلي ټولګي، د چټکو زده کړو ټولګي او د ظرفیت لوړونې پروګرامونه تر سره کېږي.

ده زیاته کړه، د ښوونځیو جوړول، د معلولو ماشومانو لپاره زده کړه او روزنه، د ماشومانو د نړیوال کنوانسیون په اړه معلومات، د خېمو او قرطاسيې ورکولو له لارې د دولتي ښوونځیو ملاتړ هم د دغو هوکړه لیکونو برخې دي.

بلخي د دغه هوکړه لیکونو د لاسلیکولو موخه د پوهنې درېیم ملي ستراتیژیک پلان ته رسېدل وبلل.

د هغه په خبره، د دغه هوکړه لیکونو تطبیقول به په مرکز او ولایتونو کې ترسره شي.

د معلوماتو له مخې، د افغانستان د پوهنې وزارت به د دغو هوکړه لیکنونو په تطبیقولو سره له ښوونځیو څخه ۲۷ زره او ۹۷۵ محروم ماشومان، ۲۱۵ سخت معلول ماشومان، د دولتي ښوونځيو ٤٤ زره او ۱۷ زده کوونکي او ۳ زره او ۴۴۰ ښوونکي او د ښوونځيو کارکوونکي برخمن شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.