ایبک (پژواک، ۷ لړم ۹۸): ځینې سیمه ییزې سرچینې او موټر چلوونکي وايي چې طالبان د سمنګان په دره صوف کې د ډبرو سکرو له هر موټره په میاشت کې ۷۰۰۰ افغانۍ اخیستې، خو اوس په هر پېره کې له هر موټره ۳۰۰۰ افغانۍ اخلي.
د سمنګان د ولایتي شورا رییس حاجي رازمحمد موید وویل، طالبان د دره صوف- ایبک او دره صوف- مزارشریف سړکونه کنټرولوي.
هغه زیاته کړه، طالبان له تېرو درېیو کلونو راهیسې د دره صوف بالا او پایین ولسوالیو سړک چې دغه ولسوالۍ له ایبک ښار سره تړي، تر خپل کنټرول لاندې نیولې خو درې میاشتې کېږي چې له مزارشریف سره د یادو ولسوالیو سړک یې هم تر خپل کنټرول لاندې راوستلی دی.
د نوموړي په خبره، له هغې ورځې راهیسې چې طالبانو د یادو دوو مسیرونو کنټرول اخیستی، له یوې خوا پرې دولتي مامورین تګ راتګ نه شي کولای او له بلې خوا هره ورځ له سلګونو هغه موټرو چې له دغه مسیره د ډبرو سکاره لېږدوي، د محصول په نوم پیسې اخلي.
د ده په خبره، طالبانو مخکې د ډبرو سکرو له انتقالوونکي هر موټره د میاشتې ۷۰۰۰ محصول اخیست خو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په هره پېره کې د ډبرو سکرو له هر موټره ۳۰۰۰ افغانۍ اخلي.
د دره صوف پایین ولسوال عبدالیقین احمدي د ولایتي شورا د رییس خبرې تاییدوي او وايي چې له یاد مسیره هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ موټر د ډبرو سکاره لېږدوي.
یوه موټر چلوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د یادو سرچینو د خبرو په تایید وویل، د شمال د ډبرو سکرو تصدي هم له هر هغه موټره چې ۳۰ ټنه ډبرو سکاره لېږدوي، ۴۵زره افغانۍ محصول اخلي.
هغه زیاته کړه، له همدې امله د موټرو مالکانو ته هېځ ګټه نه پاتې کېږي.
نوموړي وویل، د موټرو مالکان له هغو کسانو د ډبرو سکاره په پیسو اخلي چې دغه سکاره استخراجوي او وروسته یې په بلخ کې پلوري.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دره صوف پایین ولسوال عبدالیقین احمدي په دغه ولایت کې له خراب امنیتي وضعیته اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، دغه ولسوالي د طالبانو تر کنټرول لاندې ده او یوازې مرکز یې له امنیتي سرتېرو سره دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP