Language

هلمندی: د دهلې بند پروژه تر راتلونکو درېیو کلونو بشپړېږي

کندهار (پژواک، ۷ لړم ۹۸): د کرنې او پرمختیا په چارو کې د ولسمشر سلاکار عبدالحمید هلمندي وايي، د دهلې بند پروژه تر راتلونکو درېیو کلونو بشپړېږي چې کرنه به ورسره بېسارې وده وکړي.

هغه دغه څرګندونې کندهار ته د خپل درې ورځني سفر په لړ کې د چارواکو، مخورو، بڼوالو، کروندګرو، سوداګرو او صنعتکارانو سره په لیدنو او غونډو کې وکړې.

هلمندي وویل، د دهلې بند پروژه په څلورو برخو کې د ۶۵۰ میلیونه ډالرو په لګښت پلې کېږي چې تر راتلونکو درېیو کلونو به بشپړه شي.

هغه دا د کندهار لپاره لوی زېری وګاڼه او ویې ویل چې له دې سره د اوبو د کمښت ستونزه کمېږي او کرنه وده کوي.

هغه زیاته کړه، د دهلې بند پروژه څلور برخې لري چې د بند د دېوالونو لوړول، د کرنې د کانالونو عصري کول، د کندهار ښار لپاره د څښاک د اوبو شبکې جوړول او د ۲۴ مېګاواټه برېښنا تولید په کې شامل دي.

دی وايي، د دهلې بند دېوالونه به ۱۲ متره او د پارچاوې دېوالونه به ۱۳،۶ متره لوړ شي چې ورسره به په دغه بند کې د اوبو د زېرمه کولو وړتیا درې برابره لوړه شي.

د ده په خبره، شاوخوا ۷۰ کاله مخکې چې دغه بند جوړ شوی و، د ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبو د ځایولو وړتیا یې لرله، خو د ډېرو کلونو په تېرېدو دغه بند له ۴۳ سلنه له رسوباتو ډک شوی او اوس یې د اوبو زېرمه کولو وړتیا ۲۹۰ میلیونه متره مکعبه اوبو ته راټیټه شوې ده.

نوموړي وویل، د دهلې بند د دېوالونو په لوړولو سره به دغه بند د ۹۵۰ میلیونه متره مکعبه اوبو وړتیا ولري چې د دې ولایت کروندګر او باغ لرونکي به بشپړ کال د کرنې او مالدارۍ لپاره کافي اوبه ولري، په داسې حال کې چې اوسمهال د بند د کم ظرفیت له امله په میلیونونو متره مکعبه اوبه ضایع کېږي.

دغه بند اوس مهال د کندهار د اوو ولسواليو شاوليکوټ، ارغنداب، ژيړۍ، پنجوايي، ميوند،ډنډ او دامان کرنېزې ځمکې او باغونه خړوبوي.

هلمندي د خپل سفر په لړ کې د افغانستان د زراعتي پوهنتون او کندهار پوهنتون له مسوولینو او محصلینو سره هم ولیدل.

هغه وویل، د ټولو پوهنتونونو زراعتي پوهنځي باید له دې وروسته په څېړنیزو مرکزونو بدل شي، ځکه اوس افغانستان له علمي اړخه د زراعت کدرونه لري څو په عملي برخه کې کار ورڅخه واخیستل شي.

ده زیاته کړه: ((موږ باید په زراعتي برخه کې له مصرفي او وارداتي حالت څخه را ووځو او دولت هم ملا تړلې چې ټولې تلونکې اوبه مهار او پر خپلو کروندو یې ولګوي.))

login or register a new account.