کندهار (پژواک، ۷ لړم ۹۸): د کرنې او پرمختیا په چارو کې د ولسمشر سلاکار عبدالحمید هلمندي وايي، د دهلې بند پروژه تر راتلونکو درېیو کلونو بشپړېږي چې کرنه به ورسره بېسارې وده وکړي.
هغه دغه څرګندونې کندهار ته د خپل درې ورځني سفر په لړ کې د چارواکو، مخورو، بڼوالو، کروندګرو، سوداګرو او صنعتکارانو سره په لیدنو او غونډو کې وکړې.
هلمندي وویل، د دهلې بند پروژه په څلورو برخو کې د ۶۵۰ میلیونه ډالرو په لګښت پلې کېږي چې تر راتلونکو درېیو کلونو به بشپړه شي.
هغه دا د کندهار لپاره لوی زېری وګاڼه او ویې ویل چې له دې سره د اوبو د کمښت ستونزه کمېږي او کرنه وده کوي.
هغه زیاته کړه، د دهلې بند پروژه څلور برخې لري چې د بند د دېوالونو لوړول، د کرنې د کانالونو عصري کول، د کندهار ښار لپاره د څښاک د اوبو شبکې جوړول او د ۲۴ مېګاواټه برېښنا تولید په کې شامل دي.
دی وايي، د دهلې بند دېوالونه به ۱۲ متره او د پارچاوې دېوالونه به ۱۳،۶ متره لوړ شي چې ورسره به په دغه بند کې د اوبو د زېرمه کولو وړتیا درې برابره لوړه شي.
د ده په خبره، شاوخوا ۷۰ کاله مخکې چې دغه بند جوړ شوی و، د ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبو د ځایولو وړتیا یې لرله، خو د ډېرو کلونو په تېرېدو دغه بند له ۴۳ سلنه له رسوباتو ډک شوی او اوس یې د اوبو زېرمه کولو وړتیا ۲۹۰ میلیونه متره مکعبه اوبو ته راټیټه شوې ده.
نوموړي وویل، د دهلې بند د دېوالونو په لوړولو سره به دغه بند د ۹۵۰ میلیونه متره مکعبه اوبو وړتیا ولري چې د دې ولایت کروندګر او باغ لرونکي به بشپړ کال د کرنې او مالدارۍ لپاره کافي اوبه ولري، په داسې حال کې چې اوسمهال د بند د کم ظرفیت له امله په میلیونونو متره مکعبه اوبه ضایع کېږي.
دغه بند اوس مهال د کندهار د اوو ولسواليو شاوليکوټ، ارغنداب، ژيړۍ، پنجوايي، ميوند،ډنډ او دامان کرنېزې ځمکې او باغونه خړوبوي.
هلمندي د خپل سفر په لړ کې د افغانستان د زراعتي پوهنتون او کندهار پوهنتون له مسوولینو او محصلینو سره هم ولیدل.
هغه وویل، د ټولو پوهنتونونو زراعتي پوهنځي باید له دې وروسته په څېړنیزو مرکزونو بدل شي، ځکه اوس افغانستان له علمي اړخه د زراعت کدرونه لري څو په عملي برخه کې کار ورڅخه واخیستل شي.
ده زیاته کړه: ((موږ باید په زراعتي برخه کې له مصرفي او وارداتي حالت څخه را ووځو او دولت هم ملا تړلې چې ټولې تلونکې اوبه مهار او پر خپلو کروندو یې ولګوي.))
دی وايي، د کرنې د ودې لپاره د کارېزونو جوړول هم ډېر اړین دي او له دې لارې د ډېرو اوبو کارولو مخنیوى هم کېږي.
ده یادونه وکړه چې دولت پلان لري په څو ولسوالیو کې د اوبو زېرمه کولو په موخه چیک ډیمونه هم جوړ کړي.
نوموړي په کندهار کې د طبي بوټو پر ترویج هم ټینګار وکړ او ویې ویل، د نړۍ ډېر هېوادونه د کرنې په برخه کې ډېرې پیسې له همدې لارې تر لاسه کوي.
له سوداګرو او صنعتکارانو سره په لیدنه کې د ولسمشر دغه سلاکار وویل چې د دهلې بند پروژې له بشپړېدو سره د کرنې تر څنګ نور سکتورونه هم پیاوړي کېږي او پر پښو درېږي.
هغه زیاته کړه، پانګه وال او سوداګر دې کورنیو اړتیاوو ته په پام داسې پانګونه وکړي چې کورني محصولات په کې پروسس او تر نړیوالو مارکېټونو ورسول شي.
نوموړي په دې برخه کې د مېوې د پخواني شرکت پر بیا فعالېدو ټینګار وکړ چې اوس فلج دی.
د ده په خبره، که زموږ محصولات هر څومره زیات شي، خو تر هغه مو په درد نه خوري څو صنعت مو وده نه وي کړې او دلته یې د پروسس امکانات نه وي.
دغه راز د مارکېټ په برخه کې ده وویل، مرکزي اداره په دې برخه کې جدي کار کوي څو پر یوه مارکېټ تکیه و نه شي او نور مارکېټونه هم ومومي، ځکه له همدې امله هر کال بڼوال او سوداګر زیان ویني، مېوه او نور کرنیز محصولات یې ضایع کېږي.
سوداګرو او صنعتکارانو د اوبو مهارولو تر څنګ غوښتنه وکړه چې کرنه دې میکانیزه شي، کرنیزو محصولاتو ته دې په کور دننه او بهر بازار موندنه وشي او دغه راز د صنعت په برخه کې دې هم شته سونزې حل کړای شي.
د کندهار والي حیات الله حیات وايي، د دهلې بند پروژه د اوبو د مهارولو او د کرنې د ودې په برخه کې تر ټولو لویه او مهمه پروژه ده چې د دې ولایت اوسېدونکي یې کار پیلولو ته انتظار باسي.
هغه د دغې پروژې د عملي چارو د ژر شروع کېدو غوښتنه وکړه.
د کندهار د سیندیزې حوزې رییس انجنیر توریالی محبوبي وايي، د دهلې بند د سروې، ډیزاین او استملاک اړوند چارې بشپړې شوي او ډېر ژر به یې عملي کار پیل شي.
دهلې بند له کندهار ښار څخه ٤٠ کيلومتره لرې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې کابو ۷۰ کاله وړاندې د امريکا د متحده ايالاتو په مالي لګښت جوړ شوى دى.
څو کلونه مخکې د همدې بند د لومړي پړاو ترميماتي چارې د امريکا په ٧١ ميليونه ډالر لګښت تر سره شوې چې په کې د بند د لويو او کوچنيو دروازو، وال هاوس، تونل، کانالونو او اړوندې مشينرۍ د نوي کولو او جوړولو چارې شاملې وې.
د چارواکو په وینا، ياد شوي ټول کارونه تر سره شوي او اوس بند چمتو شوی چې د دويم پړاو کارونه يې پيل شي.
په دې وروستیو کې اسيايي پرمختیايي بانک چې په افغانستان کې د برېښنا او کرنیز سکتور د پیاوړتيا لپاره کار کوي، د دغې پروژې د پیلولو هوډ کړی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










