کابل (پژواک، ١٨ لړم ٩٨): راپورونه وايي چې د عراق امنيتي ځواکونو په کربلا ښار کې پر لاريون کوونکو ډزې کړې چې له امله يې ١٨ کسان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کربلا په ګډون د عراق په ګڼ شمېر ښارونو کې سلګونو زرو کسانو له تېرو څو ورځو راهيسې د عراقي حکومت پر ضد لاريونونه پيل کړي دي.
که څه هم ځېنو رسنيو خبر ورکړى چې لاريون کوونکو ته د امنيتي ځواکونو په ډزو کې مرګ ژوبله اوښتې ده، خو بيا نورو سرچينو ويلي چې لا هم د دې مرګ ژوبلې لامل نه دى څرګند شوى.
بي بي سي د ځينو سرچينو په حواله ويلي چې مخ پټو وسله والو کسانو پر لاريون کوونکو ډزې کړې او مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.
د راپورونو له مخې، د عراق مهم شيعه روحاني مشر مقتدا صدر هم له لاريون کوونکو سره يو ځاى شوى دى.
بلخوا د کربلا د پوليسو قوماندان احمد علي زوويني ويلي چې د پوليسو او پوځ له خوا يو ډز هم نه دى شوى، بلکې دوى له لاريون کوونکو سره د اوبو او ډوډۍ مرسته کړې ده.
د عراق لاريون کوونکي، حکومت پر فساد، بېکاري او کمزوري حکومتولۍ تورنوي او د استعفا غوښتنه یې کوي.
په دغو لاريونونو کې تر اوسه تر ٤٠٠ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.