منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۷ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د عراق د کربلا پر لاريون کوونکو ډزو کې ١٨ کسان وژل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۷ کتنې

کابل (پژواک، ١٨ لړم ٩٨):  راپورونه وايي چې د عراق امنيتي ځواکونو په کربلا ښار کې پر لاريون کوونکو ډزې کړې چې له امله يې ١٨ کسان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کربلا په ګډون د عراق په ګڼ شمېر ښارونو کې سلګونو زرو کسانو له تېرو څو ورځو راهيسې د عراقي حکومت پر ضد لاريونونه پيل کړي دي.

که څه هم ځېنو رسنيو خبر ورکړى چې لاريون کوونکو ته د امنيتي ځواکونو په ډزو کې مرګ ژوبله اوښتې ده، خو بيا نورو سرچينو ويلي چې لا هم د دې مرګ ژوبلې لامل نه دى څرګند شوى.

بي بي سي د ځينو سرچينو په حواله ويلي چې مخ پټو وسله والو کسانو پر لاريون کوونکو ډزې کړې او مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.

د راپورونو له مخې، د عراق مهم شيعه روحاني مشر مقتدا صدر هم له لاريون کوونکو سره يو ځاى شوى دى.

بلخوا د کربلا د پوليسو قوماندان احمد علي زوويني ويلي چې د پوليسو او پوځ له خوا يو ډز هم نه دى شوى، بلکې دوى له لاريون کوونکو سره د اوبو او ډوډۍ مرسته کړې ده.

د عراق لاريون کوونکي، حکومت پر  فساد، بېکاري او کمزوري حکومتولۍ تورنوي او د استعفا غوښتنه یې کوي.

په دغو لاريونونو کې تر اوسه تر ٤٠٠ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول نړیوال خبرونه