غزني ښار (پژواک، ١٢ لړم ٩٨): د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له تېر يو نيم کال راهيسې وسله والو طالبانو د غزني-پکتيکا لويه لار د ترافيکو پرمخ تړلې چې امله يې دوى له ستونزو سره مخ دي.
څه باندې يو نيم کال وړاندې وسله والو طالبانو د غزني پر اندړو ولسوالۍ بريد وکړ چې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او له هغه وروسته طالبانو د غزني-پکتيکا لويه لار هم د ترافيکو پرمخ وتړله.
په دې اړه د اندړو ولسوالۍ د زاړه ښار اوسېدونکي لعل محمد د لړم په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو د غزني-پکتيکا عمومي لار تړلې، موټر د کليو په منځ کې پر خامه لارو تګ راتګ کوي.
هغه وايي:((د همدې لارې په اوږدو کې د اروزو سيمه چې غزني ښار ته ډېره نږدې هم ده، طالبان ولاړ دي، په بې غمه زړه موټر تالاشي کوي، هر څوک يې چې بد راشي له موټره يې ښکته کوي او له ځانه سره يې بيايي.))
دغه راز د غزني ښار يو تن دوکاندار رحيم الله پژواک ته وويل: ((له څه وخت نه چې دغه لار بنده شوې، زموږ سودا بېخي خرابه شوې، پخوا له پکتيکا نه ډېر خلک راتلل له موږ نه به يې سودا کوله خو اوس څوک دومره نه راځي.))
همدارنګه د يادې لارې يو تن موټر چلوونکي عباس خان پژواک ته وويل چې د لارې د خرابوالي له امله د دوو ساعتونو مزل دوى په پنځه او يا هم شپږو ساعتونو کې کوي.
دى وايي:((عمومي لار طالبانو بنده کړى، مجبور يو په خامه لارو لاړ شو، هم لاره اوږديږي، هم مجبور يو له خلکو کرايه ډېره واخلو، او بله دا چې په عمومي لار کې هم طالبانو ځينې ځايونه اړولي دي.))
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له اړوندو چارواکو يې د يادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.
په دې اړه د غزني والي وحيدالله کليمزي هم پژواک ته وويل چې له څه مودې راهيسې طالبانو د غزني-پکتيکا لويه لار تړلې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP