غزني ښار (پژواک، ١٢ لړم ٩٨): د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له تېر يو نيم کال راهيسې وسله والو طالبانو د غزني-پکتيکا لويه لار د ترافيکو پرمخ تړلې چې امله يې دوى له ستونزو سره مخ دي.
څه باندې يو نيم کال وړاندې وسله والو طالبانو د غزني پر اندړو ولسوالۍ بريد وکړ چې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او له هغه وروسته طالبانو د غزني-پکتيکا لويه لار هم د ترافيکو پرمخ وتړله.
په دې اړه د اندړو ولسوالۍ د زاړه ښار اوسېدونکي لعل محمد د لړم په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو د غزني-پکتيکا عمومي لار تړلې، موټر د کليو په منځ کې پر خامه لارو تګ راتګ کوي.
هغه وايي:((د همدې لارې په اوږدو کې د اروزو سيمه چې غزني ښار ته ډېره نږدې هم ده، طالبان ولاړ دي، په بې غمه زړه موټر تالاشي کوي، هر څوک يې چې بد راشي له موټره يې ښکته کوي او له ځانه سره يې بيايي.))
دغه راز د غزني ښار يو تن دوکاندار رحيم الله پژواک ته وويل: ((له څه وخت نه چې دغه لار بنده شوې، زموږ سودا بېخي خرابه شوې، پخوا له پکتيکا نه ډېر خلک راتلل له موږ نه به يې سودا کوله خو اوس څوک دومره نه راځي.))
همدارنګه د يادې لارې يو تن موټر چلوونکي عباس خان پژواک ته وويل چې د لارې د خرابوالي له امله د دوو ساعتونو مزل دوى په پنځه او يا هم شپږو ساعتونو کې کوي.
دى وايي:((عمومي لار طالبانو بنده کړى، مجبور يو په خامه لارو لاړ شو، هم لاره اوږديږي، هم مجبور يو له خلکو کرايه ډېره واخلو، او بله دا چې په عمومي لار کې هم طالبانو ځينې ځايونه اړولي دي.))
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له اړوندو چارواکو يې د يادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.
په دې اړه د غزني والي وحيدالله کليمزي هم پژواک ته وويل چې له څه مودې راهيسې طالبانو د غزني-پکتيکا لويه لار تړلې ده.
ده وويل:((موږ پلان لرو چې دا لار خلاصه کړو، عمليات مو هم وکړل خو طالبان د خلکو په کورونو کې پټيږي چې بيا دغه کار زموږ د عملياتو مخه نيسي، ځکه موږ نه غواړو چې خلکو ته مرګ ژوبله واوړي.))
والي تور پورې کړ چې طالبانو د يادې لارې په اوږدو کې چک پاينټونه جوړ کړي او له موټرو څخه پيسې ترلاسه کوي.
بل لورته طالبان هم د يادې لارې د بندولو موضوع تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې حکومتي ځواکونو څو ځلې هڅه وکړه چې دغه لار خلاصه کړي خو بريالي نه شول.
مجاهد وايي چې عام وګړي کولاى شي پر خامه لارو تګ راتګ وکړي خو د حکومتي کسانو لپاره ټولې لارې بندې دي.
ده زياته کړه چې طالبان له هېڅ موټر څخه پیسې نه اخلي.
د يادونې ده چې څو مياشتې وړاندې د يادې لارې د خلاصولو په موخه عمليات پيل شول چې په ترڅ کې يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم واوښته خو ياده لار لاهم تړلې پاتې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










