ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر : له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو به د بې ګناه خلکو د وژلو غچ اخلو

ولسمشر : له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو به د بې ګناه خلکو د وژلو غچ اخلو

author avatar
4 Nov 2019 - 15:51
ولسمشر : له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو به د بې ګناه خلکو د وژلو غچ اخلو
author avatar
4 Nov 2019 - 15:51

کابل (پژواک، ١٣ لړم ٩٨) : ولسمشر اشرف غني د بغلان د چاودنې په غبرګون کې ويلي چې امنيتي ځواکونه به له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د بې ګناه هېوادوالو د وژلو غچ اخلي.

د بغلان ولايت د مرکز اړونده ډنډ شهاب الدين سيمه کې نن تر غرمې مخکې په يوه چاودنه کې ديوې کورنۍ اته غړي ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول، په قربانيانو کې ښځې او ماشومان وو.

دغې کورنۍ د جګړې له امله خپله سيمه پرېيښې او پلخمري ته راغلې وه.

له ارګ څخه د لړم په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استو شوې خبرپاڼه راغلي چې ولسمشر دغه چاودنه په کلکه غندلې ده.

ولسمشر غني زياته کړې:"  زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه به له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو او ګروپونو څخه، زموږ پر بې ګناه او بې دفاع هېوادوالو د تروریستي بریدونو او جنایتونو غچ واخلي. "

هغه ويلي، طالبان او د دوی ملاتړي چې  د هېواد له ویجاړۍ او د هېوادوالو له وژلو،  ترور، وحشت او ځورولو پرته بله موخه نه لري.

د ولسمشر په وينا، د دغه ډول وحشتونو په ترسره کولو سره د هېواد پر روښانه راتلونکي د خلکو ټینګه اراده نه شي کمزورې کولای، امنیتي او دفاعي ځواکونه به دوی هرچېرې ولټوي او له منځه به یې یوسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.