کابل (پژواک، ١٤ لړم ٩٨): افغانستان د کرکټ په يو ورځنۍ تمريناتي لوبه کې د ويسټ انډيز لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان او ويـسټ انډيز ترمنځ د کرکټ سيالۍ ټاکل شوې ده د هندوستان په لکهنو ښار کې د افغانستان په کوربه توب ترسره شي.
له رسمي سياليو مخکې پرون د دواړو لوبډلو ترمنځ يوه ورځنۍ تمريناتي لوبه ترسره شوه؛ د دې لوبې پچه ويسټ انډيز وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د ويسټ انډيز لوبډلې په ٣٩ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٥٦ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٥٧ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري نوين الحق او شرف الدين اشرف درې درې، ګلبدين نايب دوه، يمين احمدزي او کريم جنت يو يو لوبغاړي وسوځول.
ملي لوبډلې ياد هدف په پنځه دېرشم اوور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.
د افغانستان له لوري رحمت شاه ٤٧، نجيب ځدراڼ ٤٠، اصغر افغان ٣٣ او محمد نبي ١٨ منډې جوړې کړې.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ لومړۍ يوه ورځنۍ نړيواله لوبه سبا ترسره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن