کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۹۸): د ولسې جرګې یوه غړي ادعا کړې چې نظام الدین قیصاري خلکو ته د وسلو پر وېشلو سربېره، په دې وروستیو کې په بلخ کې د غیر مسوولو وسله والو په وسیله ځینې جایدادونه غصب کړي.
په فاریاب ولایت کې د ولسي پاڅون کوونکو په چارو کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم استازی نظام الدین قیصاري چې د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ میاشتې په یوولسمه د کومانډو قطعې ځواکونو له لوري په فاریاب کې ونیول شو او د همدې کال د سلواغې میاشتې په شپږمه بېرته خوشی شو، د تلې د شپږمې په ولسمشرۍ ټاکنو یې د رحمت الله نبیل له نوماندۍ ملاتړ کړی دى.
د یوه راپور له مخې، نظام الدین قیصاري د زورواکۍ، وژنو، باج اخیستنې، پر امنیتي ځواکونو وسله والو فعالیتونو، تهدید، تنظیمي جګړې، غیر قانوني اقتصادي فعالیتونو، تور تړلو او نورې ۲۰ جرمي دوسیې لري.
په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي عبدالخالق د جرګې په نننۍ ناسته کې وویل چې تراوسه د قیصاري د دوسیې سرنوشت نه دی ټاکل شوی؛ خو هغه له پنځلسو موټرو او وسله والو کسانو سره په مزارشریف ښار کې تګ راتګ کوي او د بلخ محلي مقامات هم د هغه پر وړاندې غلي دي.
هغه ادعا وکړه چې قیصاري شاوخوا ۲۰۰ وسله وال کسان لري او په بلخ ولایت کې خلکو ته وسلې وېشي.
عبدالخالق وویل، داسې اسناد او شواهد لري چې قیصاري خلکو ته ۲۵۰ میله وسله ووېشله او له خپلو وسله والو کسانو څخه په ګټه اخیستنې او د بلخ ولات په مزارشریف ښار کې د اوریاخېل قوم په لسګونه جريبه ځمکه او په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو د پخواني استازي فرهاد عظیمي او په قزاقستان کې د افغانستان د اوسني سفیر شخصي کورونه یې هم غصب کړي دى.
هغه وویل، قیصاري په یادو ځمکو او کورونو کې خپل انځورونه راځړولي او لسګونه وسله وال کسان یې په کې ځای پر ځای کړي دي.
د نوموړي په وینا، هغه بنسټ چې وسلې یې د قیصاري په واک کې ورکړې دي، باید معلوم شي؛ ځکه هغه په دغه ولایت کې عملاً خلک تهدیدوي.
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني هم وویل چې د قیصاري په واک کې وسله وال کسان باید معلوم شي چې د کوم ارګان اړوند کېږي.
login or register a new account.