منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۰ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ولسي جرګي یو غړی: قیصاري په بلخ کې خلکو ته وسلې وېشي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۹۸): د ولسې جرګې یوه غړي ادعا کړې چې نظام الدین قیصاري خلکو ته د وسلو پر وېشلو سربېره، په دې وروستیو کې په بلخ کې د غیر مسوولو وسله والو په وسیله ځینې جایدادونه غصب کړي.

په فاریاب ولایت کې د ولسي پاڅون کوونکو په چارو کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم استازی نظام الدین قیصاري چې د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ میاشتې په یوولسمه د کومانډو قطعې ځواکونو له لوري په فاریاب کې ونیول شو او د همدې کال د سلواغې میاشتې په شپږمه بېرته خوشی شو، د تلې د شپږمې په ولسمشرۍ ټاکنو یې د رحمت الله نبیل له نوماندۍ ملاتړ کړی دى.

د یوه راپور له مخې، نظام الدین قیصاري د زورواکۍ، وژنو، باج اخیستنې، پر امنیتي ځواکونو وسله والو فعالیتونو، تهدید، تنظیمي جګړې، غیر قانوني اقتصادي فعالیتونو، تور تړلو او نورې ۲۰ جرمي دوسیې لري.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي عبدالخالق د جرګې په نننۍ ناسته کې وویل چې تراوسه د قیصاري د دوسیې سرنوشت نه دی ټاکل شوی؛ خو هغه له پنځلسو موټرو او وسله والو کسانو سره په مزارشریف ښار کې تګ راتګ کوي او د بلخ محلي مقامات هم د هغه پر وړاندې غلي دي.

هغه ادعا وکړه چې قیصاري شاوخوا ۲۰۰ وسله وال کسان لري او په بلخ ولایت کې خلکو ته وسلې وېشي.

عبدالخالق وویل، داسې اسناد او شواهد لري چې قیصاري خلکو ته ۲۵۰ میله وسله ووېشله او له خپلو وسله والو کسانو څخه په ګټه اخیستنې او د بلخ ولات په مزارشریف ښار کې د اوریاخېل قوم په لسګونه جريبه ځمکه او په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو د پخواني استازي فرهاد عظیمي او په قزاقستان کې د افغانستان د اوسني سفیر شخصي کورونه یې هم غصب کړي دى.

هغه وویل، قیصاري په یادو ځمکو او کورونو کې خپل انځورونه راځړولي او لسګونه وسله وال کسان یې په کې ځای پر ځای کړي دي.

د نوموړي په وینا، هغه بنسټ چې وسلې یې د قیصاري په واک کې ورکړې دي، باید معلوم شي؛ ځکه هغه په دغه ولایت کې عملاً خلک تهدیدوي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني هم وویل چې د قیصاري په واک کې وسله وال کسان باید معلوم شي چې د کوم ارګان اړوند کېږي.

نوموړي د دغې جرګې د داخلې چارو امنیتي کمېسیون ته دنده وسپارله څو د وسلې د وېشلو موضوع، د ځمکو غصب او د قیصاري له خوا د خلکو تهدید وڅېړي او راپور یې عمومي ناستې ته وړاندې کړي.

د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ  امنیتي امر عبدالرازق قادري له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې د قیصاري او فرهاد عظیمي ترمنځ د مزار شریف د نهمې ناحیې اړوند په یوه ټوټه ځمکه دعوه شته او د دغې موضوع د حل لپاره یو استازی ټاکل شوی دى.

هغه زیاته کړه چې په قوماندانۍ کې د قیصاري له خوا د وسلو د وېش او نورو ځمکو د غصب په اړه کوم شکایت نه دی ثبت شوی.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه له نظام الدین قیصاری سره خبرې وکړي، خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست