Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په لوګر کې د پکتيا د استيناف محکمې ٤ قاضيان وژل شوي

پل علم (پژواک، ۱٦ لړم ۹۸): د لوګر چارواکي وايي چې د کابل- لوګر پر لويه لار د پکتيا د استيناف محکمې څلور قاضيان د طالبانو په کمين کې وژل شوي دي.

د ولايتي شورا مشر حسيب الله ستانکزي د ياد مطلب په تاييدولو سره پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ په باقي اباد سيمه کې د کابل- لوګر په عمومي لاره کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، د پکتيا د استيناف محکمې څلور قاضيان چې له پکتيا کابل ته روان وو، د طالبانو له کمين سره مخ شوي او ټول په بريد کې وژل شوي دي.

د لوګر امنيه قوماندان سمونوال رحم خدا مخلص يواځې د قاضيانو پر موټر د وسله وال د بريد پخلى کوي او په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو يې ډډه وکړه.

ارګ پردې پېښې خواشيني څرګنده کړې ده او په خپره کړې اعلاميه کې ليکلي چې ولسمشر غني د دغې غمجنې پېښې د خبر په اورېدو سخت خواشینی شو او ويې ویل، د افغانستان دښمنانو یو ځل بیا نه بښونکی جنایت ترسره او پر قاضیانو یې چې وظیفه یې د عدالت او قانون تطبیق دی، برید وکړ.

ده ټینګار کړى چې طالبان هیڅکله پر علماوو، پوهانو، استادانو، دیني او روزنیزو مرکزونو د بریدونو له لارې خپلې شومې موخې نه شي ترلاسه کولای.

هغه زیاته کړې، د ټولنې پر منور قشر برید د بشریت ضد جنایت دی.   

طالبانو بيا په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.