ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ثبات او همپالنې ټيم: د رایو بیا شمېرل ناقانونه او نامشروع دي، باید ودرول شي

د ثبات او همپالنې ټيم: د رایو بیا شمېرل ناقانونه او نامشروع دي، باید ودرول شي

author avatar
10 Nov 2019 - 16:59
د ثبات او همپالنې ټيم: د رایو بیا شمېرل ناقانونه او نامشروع دي، باید ودرول شي
author avatar
10 Nov 2019 - 16:59

 کابل(پژاواک،۱۹لړم ۹۸): د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټيم د رایو د بیا شمېرنې بهیر نامشروع بولي او د یاد بهیر د درېدو د غوښتنې ترڅنګ ګواښ کوي چې که دغه بهیر دوام پیداکړي افغانستان به له بحران سره مخ شي او مسوولیت به یې د دولت ساز ټېم پر غاړه وي.

 د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره شنبه «د لړم اتلسمه» اعلان وکړ چې د رایو د بیا شمېرنې بهیر یې پیل کړی دی. له دې سره پر یو وخت د رحمت الله نبیل، عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار ټاکنیزو ټيمونو دغه بهیر غندلی دی.

 د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند او د ملي يووالي حکومت اجرایيه رییس ډاکتر عبدالله چې نن یې د لویې جرګې په تالار کې خپلو زرګونو پلویانو ته خبرې کولې له ټاکنو کمېسیون څخه وغوښتل چې د رایې ورکولو د محلونو او رایې بیا شمېرنې بهیر دې ژر تر ژره ودروي.

 نوموړي ټاکنو کمېسیون ته په خطاب وویل، د ثبات او همپالنې ټيم نرم دريځ دې د خلکو جدي غوښتنه وګڼي او د رایو د بیا شمېرنې بهیر له درېدو وروسته دې د یاد ټاکنیز ټيم له څارونکو سره خبرې اترې وکړي.

 هغه د رایو د بیاشمېرنې بهیر په برخه کې د ثبات او همپالنې ټيم د څارونکو نه ګډون ته په اشاره وویل، د ثبات او همپالنې ټېم د څارونکو په نه موجودیت کې د رایو بیا شمېرنه نامشروع ده.

 د ولسمشرۍ ټاکنو دغه نوماند چې په ورته وخت کې د ملي یووالي حکومت اجرایيه رییس هم دی ګواښ کوي چې پر ټاکنو کمېسیون هېڅ ډول ناقانونه تصمیم نه تحمیلوي او دغه راز هېڅ ناقانونه تصمیم ورته د منلو نه دی.

 عبدالله په دې په ټینګار چې له ۳۰۰ زره ډېرو رایې باید د ټاکنو قانون او طرزالعمل له مخې لغوه اعلان شوې وای د رایې ورکولو د شاوخوا دوه زر او  ۴۰۰   محلونو د بیا شمېرنې په اړه د ټاکنو کمېسیون پرېکړې ته اشاره وکړه او ویې ویل، د یاد بهیر پایله ناقانونه او خلکو ته دمنلو وړ نه ده.

 عبدالله عبدالله ګواښ وکړ چې له پاکو رایو څخه د ناپاکو رایو د جلا کېدو لپاره تر وروستۍ اندازې مبازره کوي او په دې برخه کې به هېڅ ډول معامله ونه شي.

 نوموړي په ډاګه کړه: «ډاډ ورکوم چې د خلکو له پاکو رایو دفاع کوم، د خلکو د پاکو رایو په اساس پر څوکۍ کېنوو، د ټاکنو پایلې یوازې او یوازې د افغانستان د خلکو د پاکو رایو په اساس دي او د خلکو په حق او پاکو رایو هېڅ ډول جوړېدل مطرح نه دي او د بحران پلویان نه یو، که هېواد د بحران لوري ته ځي مسوولیت یې د دولت جوړوونکي ټېم پر غاړه دی.

 هغه ددې په روښانولو چې مخکې یې مصلحت منلی خو زیان یې د افغانستان خلکو ته ورسېد، وویل، ای کاش له هغه فرصته د ملي يووالي، همپالنې او قومونو د یوځای کېدو په برخه کې استفاده شوې وای چې داسې ونه شول او له دغه فرصت څخه ناوړه استفاده وشوه، دوه ګونی چلند، فساد او ... تر ټولو لوړې کچې ته ورسېدل.

 هغه په ډاګه کړه: ((زموږ ټېم خبرو ته تیار دی، خبرې کولای شو د نړیوالو، تیفا او فیفا د داخلي څارونکو په موجودیت کې له کمېسیون سره ترسره کړو، او موږ د ټاکنو د ګډوډولو په لټه کې نه بلکې له درغلۍ څخه ددغه بهیر د خلاصون هڅه کوو.))

 دده په خبره، که د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر بند نه شي د ثبات او همپالنې ټېم مجبور دی چې سوله ییز لاریونونه ترسره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.