ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې لاريون کوونکو د برېښنا رياست پر فساد تورن کړ

هلمند کې لاريون کوونکو د برېښنا رياست پر فساد تورن کړ

author avatar
10 Nov 2019 - 16:22
هلمند کې لاريون کوونکو د برېښنا رياست پر فساد تورن کړ
author avatar
10 Nov 2019 - 16:22

لښکرګاه (پژواک، ۱۹ لړم ۹۸): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې سلګونو کسانو د برېښنا رياست پر ضد لاريون وکړ او دغه اداره يې پر فساد تورنه کړه.

لاريون کوونکو چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې يې د برېښنا رياست په دروازه کې احتجاجي خېمه هم لګولې ده، د لړم په ١٩مه يو ځل بيا لاريون وکړ او ګواښ يې وکړ، تر هغه به يې اعتراض دوام کوي څو د برېښنا لوړ لګښت نه وي کم کړى.

هغوى ګواښ کړى، که چېرې يې ستونزه هواره نه شوه، دوى به پر تاوتريخوالي لاس پورې کړي.

د لاريون يوه ګډونوال امير حفيظ الله خان د برېښنا عمومي مشر پر فساد تورن کړ او له مرکزي حکومته يې د هغه د لرې کولو غوښتنه وکړه.

نوموړي زياته کړه، د برېښنا شرکت مرکزي مشر له هلمند ولايت سره توپيري چلند کوي او پر خلکو برېښنا په لوړه بيه پلوري.

لاريون کوونکي وايي، د هلمند خپله برېښنا ده خو تر وارداتي برېښنا څو چنده يې بيه لوړه ده.

د حاجي خان اکا په نوم د لاريون يوه بل ګډونوال بيا د هلمند د برېښنا رياست پر فساد تورن کړ او په دې اداره کې يې د شفافيت غوښتنه وکړه.

د برېښنا سرپرست رييس شمس الله نصرت بيا لاريون کوونکي او ځيني مدني فعالان تورنوي چې له دوى يې شخصي غوښتنې لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د ياد لاریون له امله هره ورځ دوی ته يو ميليون افغانۍ زيان اوړي خو غوښتنه يې دا ده چې لاريون کوونکي دې پر مرکز فشار راوړي څو د برېښنا د لوړ لګښت مخه ونيول شي.

د هلمند د کجکي بند برېښنا چې هلمند او کندهار ته ورکول کېږي، دمګړۍ يې بيه تر وارداتي برېښنا لوړه ده چې خلکو په وار وار شکايتونه کړي خو چا يې ستونزه نه ده اورېدلې.

خو دغه ځل خلک ګواښ کوي که د برېښنا بیه يوه نيمه افغانۍ نه شي، خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي او د ولایت دروازه به هم وتړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.