کندوز ښار (پژواک، ٢٠ لړم ٩٨): د کندوز ولايت صنعتکاران وايي که چېرې حکومت د دوى توليداتو ته بازار پيدا نه کړي، شرکتونه به يې وتړل شي او له ډېرو ستونزو سره به مخ شي.
په دې اړه د کندوز اوسېدونکي او يوه فابريکه لرونکي فريد احمد د لړم په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې کورني توليدات څو برابره له وارداتي توليداتو څخه ښه کيفيت لرونکي او دوامداره دي، خو د خرڅلاو لپاره يې هېڅ بازار نشته.
هغه وايي: ((زه د بوټانو جوړولو يوه کوچنۍ فابريکه لرم، اته کسان په کې کار کوي، ښه په موډ روز او کيفيت برابر بوټان توليدوو، خو هېڅ بازار نه لري او څوک يې نه خوښوي.))
د همدې فابريکي يوه کارکوونکي نجم الدين پژواک ته وويل چې حکومت بايد له صنعتکارانو د ملاتړ په موخه يو منظم پلان او پروګرام ولري.
هغه زياته کړه: ((حکومت بايد ټولو ملکي او پوځي دولتي ادارو ته ووايي چې له داخلي توليداتو استفاده وکړي او بل حکومت بايد ټولو دولتي او خصوصي بانکونو ته وايي چې صنعتکارانو ته وړې قرضې هم ورکړي.))
دغه راز د پلاستيک جوړونې فابريکي خاوند صبور مالک پژواک ته وويل چې ميليونونه افغانۍ يې لګولې او دغه فابريکه يې جوړه کړې ده.
دى وايي: ((ډېرې پيسې مې ولګولې، دغه فابريکه مې جوړه کړه، ٣٠ کسانو په کې کار کاوه، خو اوس بازار نشته دى، موږ هم د خپلو کار کوونکو تعداد لس ته ښکته کړى دى.))
د کندوز يو شمېر نورو صنعتکارانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د دوى له توليداتو ملاتړ وکړي، که چېرې دغه کار ونه کړي، ډېر ژر به يې فابريکې وتړل شي.
بل لور ته د کندوز ښار د بوټانو يوه پلورونکي حکيم پژواک ته وويل چې خلک کورني توليدات نه خوښوي، نو ځکه دوى يې هم دوکان ته نه راوړي.
ده وويل: ((ټول بازار له چينايي او ترکي شيانو ډک دى، د چينايي بوټانو نرخونه له کورني بوټانو څخه ډېر ښکته دي او مفشن يې هم جوړوي، نو ځکه زياتره خلک چينايي مالونه خوښوي.))
په همدې هټۍ کې يوه پېرونکي نصيب الله پژواک ته وويل: ((د يو جوړه افغاني بوټانو بیه ١٢سوه افغانۍ ده، خو د چينايي بوټانو نرخ بيا څلور سوه افغانۍ دى او قواره يې هم ښه ده، نو ځکه ما هم چينايي بوټان اخيستي دي، چې بلا يې ووهي يو کال خو دوام کوي.))
بلخوا په دې اړه د کندوز د سوداګرۍ سرپرست رييس سيد حسين جعفري پژواک ته وويل چې حکومت تر خپل وسه کوښښ کوي څو کورنيو توليداتو ته په کور دننه او بهر کې بازار پيدا کړي.
جعفري زياته کړه: ((خلک هم بايد په دې برخه کې له موږ او توليد کوونکو سره مرسته وکړي، د بهرنيو شيانو پر ځاى بايد له خپلو داخلي توليداتو استفاده وکړي.))
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د کندوز په شېرخان بندر کې يو شمېر سوداګرو ويلي وو چې په دغه ولايت د ناامنۍ له امله په شېرخان بندر کې د پانګوالو شرکتونو شمېر له ١٤٠ څخه لسو ته را ښکته شوى دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










