Language

په بغلان کې د ښځینه  ولیبال لوبډلو ترمنځ سيالۍ پيل شوې

پلخمری (پژواک، ۲۱ لړم ۹۸): د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ښځینه  ولیبال لوبډلو ترمنځ د غوره لوبډلې د ټاکلو په موخه سيالۍ پيل شوې.

په دې اړه د بغلان ولایت د پوهنې ریاست د ورزشي امریت مسوول محمد نجیب مقصودي د لړم په ٢١مه رسنیو ته وویل چې د هر تعلیمي کال په پای کې د نجونو ترمنځ ورزشي سیالۍ ترسره کيږي چې سږکال والیبال ورته غوره شوی دى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه سيالۍ درې ورځې دوام کوي چې د نجونو د شپږو ښوونځيو لوبډلې په  کې برخه لري.

دی وايي، بغلان کې ډېری نجونې والیبال خوښوي خو د منظم لوبغالي د نه شتون له امله له ستونزو سره مخ دي.

دغه راز د پلخمري د نسوان معدن لېسې د ۱۲ ټولګي زده کوونکې زینت پژواک ته وويل چې د دغه ډول سياليو ترسره کول د ښځو د ودې په برخه کې په نيک فال نيسي.

هغې وويل: ((يو وخت موږ ته له کوره د وتلو اجازه نه وه، خو اوس دا دى لوبې ترسره کوو.))

همدارنګه ددغو سياليو يو بلې لوبغاړې بهشتې پژواک ته وويل چې حکومت بايد دوى ته معياري لوبغالي جوړ کړي.

هغې زياته کړه: ((نن لوبه موږ ګټلې ده، موږ کوښښ کوو چې د دې لوبو په پاى کې غوره لوبډله هم موږ انتخاب شو.))

د يادونې ده چې یوه اوونۍ وړاندې پلخمري کې د هلکانو ترمنځ د سولې تر سرلیک لاندې د فوټسال درې ورځنۍ لوبې تر سره شوې.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.