مزارشريف ( پژواک، ۲۷لړم ۹۸) : د بلخ ولايت لسګونه قومي مشرانو، مدني فعالانو او مېرمنو د يوې غونډې پر مهال له حکومت او طالبانو څخه غوښتنه وکړه، چې د سولې پروسه کې د ښه نيت ښودلو په موخه بايد له مذاکراتو سره هم مهاله اوربند هم اعلان کړي.
دوی چې د لړم په ۲۷مه، مزارشريف ښار کې د (سولې سندرې) په نوم غونډه کې راټول شوي وو همدا راز يې د سولې ځنډېدلو خبرو پر ژر تر ژره پيل کېدو ټينګار درلود.
مدني فعال او د ام البلاد ټولنيز بنسټ مشر غلام علي ملکزي پژواک ته وويل چې د سولې لپاره له بل هر وخت څخه ډېره زمينه برابره شوې ده.
نوموړي زياته کړه، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د باور رامنځته کېدو په موخه اړتيا ده چې دواړه لوري د تاوتريخوالي پر راکمولو او اوربند باندې يوې موافقې ته ورسېږي.
د هغه په وينا، د اوربند تر څنګ بايد دواړه لوري د سولې پروسه کې د ښه نيت ښودلو په موخه يو شمېر بنديان هم ازاد کړي.
د ملکزي په خبره، که طالبان د سولې خبره کوي؛ نو بايد وښيي چې جګړه يې لومړی انتخاب نه دی.
مدني فعال امرالدين کاکړ غوښتنه وکړه چې د سولې ځنډېدلې خبرې بايد ژر تر ژره له سره پيل شي.
هغه زياته کړه، افغان حکومت بايد د سولې مذاکراتو لپاره داسې پلاوی وټاکي چې ټولو اړخونو ته د منلو او باور وړ وي.
د کاکړ په خبره، د افغانستان ناورين له سولې پرته بله هېڅ حل لاره نه لري.
مدني فعاله دريا روفي وايي، چې جنګ د بهرنيانو دی؛ خو زيان يې افغانانو ته رسېږي.
هغې زياته کړه،طالبان که رښتيا هم د سولې پروسه کې ژمن وي؛ نو بايد داسې ګامونه پورته کړي چې د دوی د ښه نيت ښکارندويي وکړي.
مېرمن روفي له حکومت څخه هم غوښتنه وکړه، چې د سولې په تړاو د ملي اجماع جوړولو لپاره لازم اقدامات وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP