منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۸ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

” د سولې له مذاکراتو مخکې بايد اوربند وشي”

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۳۸ کتنې

مزارشريف ( پژواک، ۲۷لړم ۹۸) : د بلخ ولايت لسګونه قومي مشرانو، مدني فعالانو او مېرمنو د يوې غونډې پر مهال له حکومت او طالبانو څخه غوښتنه وکړه، چې د سولې پروسه کې د ښه نيت ښودلو په موخه بايد له مذاکراتو سره هم مهاله اوربند هم اعلان کړي.

دوی چې د لړم په ۲۷مه، مزارشريف ښار کې د (سولې سندرې) په نوم غونډه کې راټول شوي وو همدا راز يې د سولې ځنډېدلو خبرو پر ژر تر ژره پيل کېدو ټينګار درلود.

مدني فعال او د ام البلاد ټولنيز بنسټ مشر غلام علي ملکزي پژواک ته وويل چې د سولې لپاره له بل هر وخت څخه ډېره زمينه برابره شوې ده.

نوموړي زياته کړه، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د باور رامنځته کېدو په موخه اړتيا ده چې دواړه لوري د تاوتريخوالي پر راکمولو او اوربند باندې يوې موافقې ته ورسېږي.

د هغه په وينا، د اوربند تر څنګ بايد دواړه لوري د سولې پروسه کې د ښه نيت ښودلو په موخه يو شمېر بنديان هم ازاد کړي.

د ملکزي په خبره، که طالبان د سولې خبره کوي؛ نو بايد وښيي چې جګړه يې لومړی انتخاب نه دی.

مدني فعال امرالدين کاکړ غوښتنه وکړه چې د سولې ځنډېدلې خبرې بايد ژر تر ژره له سره پيل شي.

هغه زياته کړه، افغان حکومت بايد د سولې مذاکراتو لپاره داسې پلاوی وټاکي چې ټولو اړخونو ته د منلو او باور وړ وي.

د کاکړ په خبره، د افغانستان ناورين له سولې پرته بله هېڅ حل لاره نه لري.

مدني فعاله دريا روفي وايي، چې جنګ د بهرنيانو دی؛ خو زيان يې افغانانو ته رسېږي.

هغې زياته کړه،طالبان که رښتيا هم د سولې پروسه کې ژمن وي؛ نو بايد داسې ګامونه پورته کړي چې د دوی د ښه نيت ښکارندويي وکړي.

مېرمن روفي له حکومت څخه هم غوښتنه وکړه، چې د سولې په تړاو د ملي اجماع جوړولو لپاره لازم اقدامات وکړي.

د دغې غونډې په يوه برخه کې د سولې اړوند په پښتو، دري او ازبيکي ژبو باندې شعرونه هم ولوستل شول او غوره شاعرانو ته ستاينليکونه هم ورکړل شول.

د يادونې ده چې د ا فغان حکومت او امريکا دريځ هم دادى چې له مذاکراتو مخکې بايد اوربند او  تاوتريخوالى کم شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست