کابل ( پژواک، ٢٨ لړم ٩٨) : د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د بين الافغاني سولې د خبرو اترو د پيلېدو لپاره د هڅو د چټکېدو د غوښتنې ترڅنګ د تاوتريخوالي او وينې توېيدنې لپاره تر ټولو د ښه چلند په توګه د خبرو اترو پر اړتيا ټينګار کړى دى.
ددغه کمېسيون له خوا د لړم په ٢٨مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، جګړه په افغانستان کې د قانون د تطبيق او د بشر حقونو د رعايت پر وړاندې تر ټولو سخت خنډ دی.
سرچينې زياته کړې، د کمېسيون راپورونه د ملکي مرګ ژوبلې د بې مخينې او لړزوونکي زياتوالي ښکارندويي کوي. روانه جګړه روغتيايي، ښوونيزو خدماتو او عدالت ته د هېوادوالو د لاسرسي خنډ ګرځېدلې ده .
په خبرپاڼه کې راغلي، امنيتي اندېښنو د هېوادوالو د تګ را تګ، سفر او سوله ييزو غونډو جوړولو پر حق اغېز کړی. له جګړې راولاړه شوې مرګ ژوبله د بېسرپرستو او يوسرپرستو کورنیو او يتيمو ماشومانو د زياتوالي لامل شوې، چې په ښارونو او کليو کې د ماشومانو د بشري حقونو پر وضعيت يې اغېز ښکاره دی.
د بشري حقوقو خپلواک کمېسيون ويلي، د شخړې دوام همدا راز د پانګې اچونې او کار رامنځته کولو فرصتونه کم کړي او بوختيا ته د هېوادوالو د لاسرسي حق يې اغېزمن کړی دی. د خبرو اترو پايله بايد د بشري حقونو د نقض دې جدي مواردو ته د رسېدنې زمينه برابره کړي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، اوسنۍ جګړه د زيانمنو شويو ډلو، لکه داخلي بې ځايه شويو، د جګړې له امله معلول شويو افرادو، سرتېرو ماشومانو او کونډو د زیاتېدو لامل شوې، چې په ډېری مواردو کې له خپلو اساسي بشري حقونو محروم دي.
د بشري حقوقو خپلواک کمېسيون وايي، سربېره پر دې دغه ډلې د دوی پر ژوند د جګړې د ويجاړوونکي اغېز سره سره، د سولې په بهير کې روڼ او تعريف شوی نقش نه لري او منسجم غږ يې په دې مهم بهير کې نه ښکاري. دواړه اړخونه بايد د خبرو اترو په بهير او هوکړه کې د دې ډلو د غوښتنو او اندېښنو د ځايولو لپاره پر روښانه ميکانيزمونو توافق وکړي.
سرچينې زياته کړې :" زموږ په باور، د سولې خبرې اترې هغه وخت کولی شي پايله ولري چې خبرې اترې کوونکي اړخونه، له تماميت غوښتونکو چلندونو څخه په تېرېدو، د افغانستان د لوی نفوس متنوع او متکثر واقعيتونه په رسميت و پېژني او دا تنوع د متنوع او ټول شموله پلاوي په رامنځته کولو سره منعکسه کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، کمېسيون چمتو دی چې د يو بې طرفه او غير سياسي بنسټ په توګه، په دې مهمه ملي پروسه کې واضح او رغوونکی نقش ولري او د بشري حقوقو موازينو د رعايت څرنګوالی او د زيانمنو ډلو او قربانيانو غوښتنو ته پاملرنه د خبرو اترو په بېلابېلو مراحلو کې د دواړو غاړو له خوا و څاري.
سرچينې وايي، لکه څنګه چې روانې شخړې د هېوادوالو د بشري حقونو د نقض زمينه برابره کړې، د سولې د خبرو اترو په بهير کې د بشر حقونو موازينو ته نه پاملرنه به په سوله ييز راتلونکي تمامه نه شي. پر همدې دليل تلپاتې سولې ته د رسېدو او د افغانستان د ټولو خلکو، ښځو او نارينه وو د خوندي او ازادانه ژوند د امکان لپاره، د خبرو اترو په بهير کې د بشري حقوقو، مدني بنسټونو او د ټولنې د ټولو متنوعو ډلو ګډون او برخه اخيستنه اړينه ده.
login or register a new account.