Language

د افغانستان ښځينه فوټبال لوبډلې ترکمنستان ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ٢  ليندۍ ٩٨) : د افغانستان ښځينه فوټبال لوبډلې د مرکزي اسيا هېوادونو سياليو کې ترکمنستان ته ماتې ورکړه.

د افغانستان فوټبال فدراسيون له خوا د ليندۍ په ٢مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د مرکزي اسيا هېوادونو د ٢٣ کلونو کم عمره ښځينه لوبغاړو د فوټبال سيالۍ پرون د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې پيل شوې.

سرچينې زياته کړې چې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له ترکمنستان سره ترسره او بريا يې خپله کړه.

د فوټبال فدراسيون ويلي چې په دغې لوبه کې افغانستان دوه او ترکمنستان يو ګول وواهه.

په دې سياليو کې  د ايران، ازبکستان، تاجکستان، افغانستان، ترکمنستان او قرغېزستان لوبډلو برخه اخيستې ده.

افغانستان به نن خپله دويمه لوبه له ازبکستان سره ترسره کړي.

login or register a new account.