کابل (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٨) : د افغانستان ښځينه فوټبال لوبډلې د مرکزي اسيا هېوادونو سياليو کې ترکمنستان ته ماتې ورکړه.
د افغانستان فوټبال فدراسيون له خوا د ليندۍ په ٢مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د مرکزي اسيا هېوادونو د ٢٣ کلونو کم عمره ښځينه لوبغاړو د فوټبال سيالۍ پرون د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې پيل شوې.
سرچينې زياته کړې چې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له ترکمنستان سره ترسره او بريا يې خپله کړه.
د فوټبال فدراسيون ويلي چې په دغې لوبه کې افغانستان دوه او ترکمنستان يو ګول وواهه.
په دې سياليو کې د ايران، ازبکستان، تاجکستان، افغانستان، ترکمنستان او قرغېزستان لوبډلو برخه اخيستې ده.
افغانستان به نن خپله دويمه لوبه له ازبکستان سره ترسره کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










