فراه (پژواک، ٣ لیندۍ ۹۸): د فراه دړ پشترود ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د دې ولسوالۍ په ګجګین کلي کې په هوایي برید کې ۱۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو پولیس وایي، په برید کې طالبان وژل شوي.
پر دغه برید لسګونو اعتراض کوونکو نن د اتو کسانو مړي د فراه ښار مرکز ته راوړي وو او په دغه ښار کې یې لاریون وکړ.
هغوی ویل چې تېره شپه د پشترود ولسوالۍ په ګجګین کلي کې په هوایي برید کې اته ملکي وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د ګجګین اوسېدونکي محمد نعیم چې نن له اعتراض کوونکو سره د فراه ښار ته راغلی، پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه هغه مهال هوایي برید وشو چې کلیوال د ماخوستن له لمانځه وروسته له جومات نه راووتل.
د ده په وینا، په دغه برید کې د کلي له اوسېدونکو وژل شوي اته کسان او ټپی شوي ۷ نور ملکي وګړي دي.
هغه وویل، دوی ځکه وژل شوي کسان د فراه مرکز ته راوړي چې حکومتي چارواکي په دې اړه ځواب ووایي او دغه پېښه وڅېړل شي.
اعتراض کوونکو نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې اعتراض پیل کړ او شاوخوا یوولس نیمې بجې یې پای ته ورساوه.
محمد نعیم وویل، د فراه والي ورته ویلي چې له غرمې وروسته د اعتراض کوونکو له استازو سره خبرې کوي.
خو د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب وایي چې تېره شپه په پشترود ولسوالۍ کې په هوایي برید کې اته وسله وال طالبان وژل شوي دي.
بلخوا بیا د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي وایي چې په دغه برید کې د کم عمره ماشومانو او سپين ږیرو په ګډون ۹ ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړی او ۸ نور ټپيان دي.
login or register a new account.