مزارشريف (پژواک، ۵ليندۍ ۹۸): د بلخ ولايت يو شمېر مدني فعالان، د ښځو د حقونو فعالانې او قومي مشران له حکومت څخه غواړي چې له وسله والو طالبانو سره تر سولې وړاندې بايد حکومت دننه خپلمنځي اختلافات حل کړي.
دوی چې د ليندۍ په ۵مه، مزارشريف ښار کې راټول شوي وو، همدا راز يې له طالبانو غوښتنه وکړه چې د جګړې پر ځای د سولې خبرو ته لومړيتوب ورکړي.
په مزارشريف کې د سولې په نوم ټولنيزې شورا مشرې مېرمن ثوريا باور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه غونډه يې د سولې نړيوالې ورځې په مناسبت د خلکو نظرياتو اورېدو په موخه جوړه کړې ده.
هغې وويل، د ملي وحدت حکومت مشرانو تر منځ اختلافات د سولې پر وړاندې لوی خنډ دی.
مېرمن باور زياته کړه، يوې تلپاتې سولې ته د رسېدو په موخه بايد لومړی حکومت دننه اختلافات حل کړي او له هغې وروسته طالبانو سره مذاکرات وشي.
د ښځو د حقونو دغه فعاله همدا راز د سولې مذاکراتو پيلېدو لپاره د ټاکنو د پايلو اعلان هم مهم ګڼي.
د هغې بله غوښتنه دا وه چې طالبانو سره د سولې مذاکراتو کې بايد مېرمنو ته قناعت وړ ونډه ورکړل شي.
بلخ کې د ساداتو د ټولنيزې شورا مشر سيد عبدالجبار جمال پژواک ته وويل، چې د پخوا په پرتله اوسنيو شرايطو کې د سولې لپاره هيله مندي زياته شوې ده.
هغه زياته کړه، د سولې برخه کې بايد د مشورتي لويې جرګې پر پرېکړو عمل وشي.
د هغه په خبره، د افغانستان د جنګ په تړاو د طالبانو په ليدلوري کې هم بدلون راغلی او تمه يې وښوده، چې دغه بدلون به هېواد کې د سولې ټينګېدو سره مرسته وکړي.
نوموړي همدا راز له حکومت څخه وغوښتل چې له سولې وروسته په ټولنه کې د جنګېدونکو طالبانو د مدغم کېدو برخه کې بايد اساسي پلان جوړ او عملي کړي.
هغه له طالبانو وغوښتل چې د جګړې پر ځای د سولې خبرو ته لومړيتوب ورکړي او همدا راز دې پروسه کې لا ډېر انعطاف وښيي.
login or register a new account.