مزارشريف (پژواک، ۵ليندۍ ۹۸): د بلخ ولايت يو شمېر مدني فعالان، د ښځو د حقونو فعالانې او قومي مشران له حکومت څخه غواړي چې له وسله والو طالبانو سره تر سولې وړاندې بايد حکومت دننه خپلمنځي اختلافات حل کړي.
دوی چې د ليندۍ په ۵مه، مزارشريف ښار کې راټول شوي وو، همدا راز يې له طالبانو غوښتنه وکړه چې د جګړې پر ځای د سولې خبرو ته لومړيتوب ورکړي.
په مزارشريف کې د سولې په نوم ټولنيزې شورا مشرې مېرمن ثوريا باور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه غونډه يې د سولې نړيوالې ورځې په مناسبت د خلکو نظرياتو اورېدو په موخه جوړه کړې ده.
هغې وويل، د ملي وحدت حکومت مشرانو تر منځ اختلافات د سولې پر وړاندې لوی خنډ دی.
مېرمن باور زياته کړه، يوې تلپاتې سولې ته د رسېدو په موخه بايد لومړی حکومت دننه اختلافات حل کړي او له هغې وروسته طالبانو سره مذاکرات وشي.
د ښځو د حقونو دغه فعاله همدا راز د سولې مذاکراتو پيلېدو لپاره د ټاکنو د پايلو اعلان هم مهم ګڼي.
د هغې بله غوښتنه دا وه چې طالبانو سره د سولې مذاکراتو کې بايد مېرمنو ته قناعت وړ ونډه ورکړل شي.
بلخ کې د ساداتو د ټولنيزې شورا مشر سيد عبدالجبار جمال پژواک ته وويل، چې د پخوا په پرتله اوسنيو شرايطو کې د سولې لپاره هيله مندي زياته شوې ده.
هغه زياته کړه، د سولې برخه کې بايد د مشورتي لويې جرګې پر پرېکړو عمل وشي.
د هغه په خبره، د افغانستان د جنګ په تړاو د طالبانو په ليدلوري کې هم بدلون راغلی او تمه يې وښوده، چې دغه بدلون به هېواد کې د سولې ټينګېدو سره مرسته وکړي.
نوموړي همدا راز له حکومت څخه وغوښتل چې له سولې وروسته په ټولنه کې د جنګېدونکو طالبانو د مدغم کېدو برخه کې بايد اساسي پلان جوړ او عملي کړي.
هغه له طالبانو وغوښتل چې د جګړې پر ځای د سولې خبرو ته لومړيتوب ورکړي او همدا راز دې پروسه کې لا ډېر انعطاف وښيي.
ديني عالم محمد حسين مدقق هم روانه جګړه د پرديو د ګټو خوندي کوونکې ياده کړه او له حکومت او طالبانو څخه يې وغوښتل چې سوله وکړي.
هغه په تېرو څو مياشتو کې د امريکا او طالبانو تر منځ د خبرو پر بهير هم نيوکه وکړه او زياته يې کړه، چې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره بايد بين الافغاني مذاکرات پيل شي.
د هغه په وينا، بهرنيان هېڅ وخت د افغانستان لپاره د سولې غوښتونکي نه دي، بلکې هغوی خپلو موخو ته د رسېدو لپاره کوښښ کوي.
مدقق دا هم وويل، چې جګړه د حل لاره نه ده او هېڅ لوری هم د جنګ له لارې خپلو اهدافو ته نه شي رسېدلی.
مدني فعال نصير احمد عظيمي هم په دغه کنفرانس کې د سولې لپاره د خلکو پر يووالي او همغږۍ ټينګار وکړ.
هغه وويل، دغه پروسه کې بايد د افغانستان ټول اقوام او اقشار خپل ځانونه وګوري.
د بلخ خلک په داسې مهال د سولې د مذاکراتو پيلېدو غوښتنه کوي، چې ټاکل شوې وه څو ورځې وروسته په چين کې د افغانستان د سولې په تړاو غونډه جوړه شي؛ خو معلومات دا دي، چې ياده غونډه بيا هم ځنډېدلې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










