مزارشريف (پژواک، ۶ لېندۍ ۹۸): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د مولانا جلال الدين محمد بلخي د سوله ييز فکر په تړاو ملي کنفرانس جوړ شو.
ياد کنفرانس د لېندۍ په شپږمه د بلخ پوهنتون په تالار کې جوړ شوی و چې د چارواکو ترڅنګ يو شمېر مولانا پېژندونکو هم په کې ونډه اخيستې وه.
د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر کنفرانس ته وويل چې مولانا جلال الدين محمد بلخي په ټولنه کې د ثبات او سولې ټينګښت په تړاو ځانګړی فکر درلود.
هغه زياته کړه چې مولانا د خپلو اثارو له لارې را وروسته نسلونو ته د سوله ييز فکر په لېږد کې مهم نقش لري.
رهګذر دا هم وويل چې مولانا د ټولنې د ثبات او سولې لپاره د خلکو پر يووالي او يو بل زغملو باندې ډېر ټينګار کړی دی.
د بلخ والي د هېواد روان جګړه ييز وضعيت ته په اشارې وويل، سوله هغه مهال ټينګېدای شي چې افغانان له يو بل سره کېني او خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
نوموړي وويل چې جنګ ډېری وخت د ځان غوښتنې او انحصارطلبۍ له امله رامنځته کېږي.
د هغه په خبره، د افغانستان تېر څلوېښت کلن جنګ يوه ترخه تجربه وه او موږ ته يې راوښوده چې هېڅ قوم بل قوم او هېڅ سياسي ډله بله سياسي ډله د جګړې له لارې نه شي محوه کولی.
د والي په وينا، مولانا تاکيد کړی چې هر انسان بايد د هغه له فکر سره ومنل شي او په دې ډول به روانې ستونزې راکمې شي.
رهګذر د مولانا له قوله وايي چې پر جګړې هغه خلک تاکيد کوي، چې د ټولنې لپاره بل څه ونلري.
نوموړي له طالبانو هم غوښتنه وکړه چې د سولې خبرو ته حاضر شي او په خبره يې چې جګړه هېڅ لوري ته د حل لاره نه ده.
د افغانستان د سياسي او حقوقي مطالعاتو د انستيتيوت مشر مسعود ترشتوال کنفرانس ته په خپله وينا کې وويل، چې د مولانا جلال الدين محمد بلخي په افکارو او ويناوو عمل کول، په ټولنه کې د تاوتريخوالي له کمېدو سره مرسته کوي.
login or register a new account.