منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۵ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلخ کې د “مولانا جلال الدين بلخي” د سوله ييز فکر په تړاو کنفرانس جوړ شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۶ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۶ لېندۍ ۹۸): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د مولانا جلال الدين محمد بلخي د سوله ييز فکر په تړاو ملي کنفرانس جوړ شو.

ياد کنفرانس د لېندۍ په شپږمه د بلخ پوهنتون په تالار کې جوړ شوی و چې د چارواکو ترڅنګ يو شمېر مولانا پېژندونکو هم په کې ونډه اخيستې وه.

د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر کنفرانس ته وويل چې مولانا جلال الدين محمد بلخي په ټولنه کې د ثبات او سولې ټينګښت په تړاو ځانګړی فکر درلود.

هغه زياته کړه چې مولانا د خپلو اثارو له لارې را وروسته نسلونو ته د سوله ييز فکر په لېږد کې مهم نقش لري.

رهګذر دا هم وويل چې مولانا د ټولنې د ثبات او سولې لپاره د خلکو پر يووالي او يو بل زغملو باندې ډېر ټينګار کړی دی.

د بلخ والي د هېواد روان جګړه ييز وضعيت ته په اشارې وويل، سوله هغه مهال ټينګېدای شي چې افغانان له يو بل سره کېني او خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

نوموړي وويل چې جنګ ډېری وخت د ځان غوښتنې او انحصارطلبۍ له امله رامنځته کېږي.

د هغه په خبره، د افغانستان تېر څلوېښت کلن جنګ يوه ترخه تجربه وه او موږ ته يې راوښوده چې هېڅ قوم بل قوم او هېڅ سياسي ډله بله سياسي ډله د جګړې له لارې نه شي محوه کولی.

د والي په وينا، مولانا تاکيد کړی چې هر انسان بايد د هغه له فکر سره ومنل شي او په دې ډول به روانې ستونزې راکمې شي.

رهګذر د مولانا له قوله وايي چې پر جګړې هغه خلک تاکيد کوي، چې د ټولنې لپاره بل څه ونلري.

نوموړي له طالبانو هم غوښتنه وکړه چې د سولې خبرو ته حاضر شي او په خبره يې چې جګړه هېڅ لوري ته د حل لاره نه ده.

د افغانستان د سياسي او حقوقي مطالعاتو د انستيتيوت مشر مسعود ترشتوال کنفرانس ته په خپله وينا کې وويل، چې د مولانا جلال الدين محمد بلخي په افکارو او ويناوو عمل کول، په ټولنه کې د تاوتريخوالي له کمېدو سره مرسته کوي.

هغه زياته کړه، افغانان د هغه تمدن بنسټ ايښودونکي دي، چې د ملتونو تر منځ د سولې او يووالي لپاره يې فکر کاوه.

نوموړی زياتوي چې د افغانستان اوسنيو واقعيتونو په کتو اړتيا ده چې د تروريزم او ترهګرۍ پر ضد د خلکو فکري منسجم کېدو لپاره کار وشي.

د ترشتوال په خبره په هېواد کې روان وضعيت هېڅ قوم ته د منلو نه دی او زيان يې ټولو اقوامو ته رسېږي.

د هغه په وينا، افغان ټولنه په اوسنيو شرايطو کې تر بل هر وخت ډېر زغم او د يو بل زغملو ته اړتيا لري.

د بلخ پوهنتون استاد شفيق الله شفق پژواک ته وويل چې د دې کنفرانس د جوړېدو موخه په علمي او اکاډميکو ځايونو کې د سوله ييز فکر رامنځته کول دي.

هغه زياته کړه چې علمي بنسټونه مسووليت لري؛ څو د ټولنې د اصلاح په برخه کې خپله دنده ترسره کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست