زرنج (پژواک، ۷ لېندۍ ۹۸): د نیمروز امنیتي چارواکي وایي چې ددغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د نیمروز د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول محمد ابراهیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه طالبانو ددغه ولایت د خاشرود ولسوالۍ د راکن سیمې پر امنیتي پوسته برید وکړ او غوښتل یې چې دغه پوسته ونیسي.
نوموړي زیاته کړه چې وروسته له مرکز څخه سیمې مرستندوی ځواکونه واستول شول؛ خو د لارې په اږدو کې د سرتېرو ټانک د سړک غاړې پرماین برابر شو چې په پایله کې یې د پولیسو یو افسر ووژل شو او ۵ نور ټپیان شول.
هغه وویل چې ددغې چاودنې له امله د پولیسو د عملیاتي کنډک افسر ناصر ټپی شو، خو د سختو ټپونه له امله د زرنج ښار په روغتون کې ومړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن