کندهار (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٨): د کندهار د ارغستان ولسوالۍ په امین کلا سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په جګړه کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
جګړه هغه مهال ونښته چې وسله والو د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ.
د ارغستان ولسوالۍ یوه امنیتي سرچینه په دې نښته کې د ۷ پولیسو د وژل کېدو او ۵ نورو د ټپي کېدو خبره کوي.
خو امنیتي چارواکو او وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
له بلې خوا د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله ۴ کسان مړه شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.
پېښه نن له غرمې وروسته د فیلډر او لوکسل موټرونو د ټکر له امله شوې ده.
login or register a new account.