پلخمري (پژواک، ۹ لېندۍ ۹۸): د بغلان سلګونو اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې د ټاکنو له کمېسيونه غوښتنه وکړه چې په دغه ولايت کې د رايو د بياشمېرنې تړل شوى بهير بېرته پيل کړي.
د ټاکنو کمېسيون وړمه ورځ اعلان وکړ چې په ٢٧ ولايتونو کې د رايو د بياشمېرنې پروسه بشپړه شوې خو د بغلان په ګډون په اوو نورو ولايتونو کې د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې پلويانو د رايو د بياشمېرنې مخه نيولې ده.
خو د بغلان د مرکز پلخمري ښار سلګونو اوسېدونکو نن د يوه لاريون په ترڅ کې د دغه بهير د بېرته پيل غوښتنه وکړه.
د بغلان د ولايتي شورا مرستيال او لاريون کوونکي شمس الحق بارکزي وويل چې په دغه ولايت په غير قانوني ډول د رايو د بياشمېرنې مخه نيول شوې ده.
هغه زياته کړه: ((موږ د کمېسیون د کار له دوامه ملاتړ کوو د رایو بياشمېرنې بهیر چې د یو شمېر کسانو له خوا یې په ناقانونه توګه مخه نیول شوې، له کمېسیونه غواړو خپل قانوني کار بېرته پیل کړي.))
د بارکزي په وينا، هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د ټاکنو قانوني پروسه د خپلو شخصي غوښتنو په خاطر له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.
دغه راز بل لاريون کوونکي او د ولايتي شورا غړي محمد حنيف کهګدي وويل: ((موږ په لاريون کې تاوتريخوالي نه کوو، خو له کمېسيون نه غواړو چې د رايو بياشمېرنه پيل کړي.))
همدارنګه يو بل لاريون کوونکي عبدالحکيم نورزي وويل چې خلکو په ډېرو سختو امنيتي شرايطو کې رايې وکارولې.
هغه وايي: ((اوس يو شمېر کسانو د رايو د بياشمېرنې مخه نيولې ده، موږ غواړو چې دغه غير قانوني کار بايد نور پاى ومومي او د رايو بياشمېرنه بايد له سره پيل شي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP