منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بغلان کې لاریون کوونکو د رایو بیاشمېرنې بهیر د بېرته پیل غوښتنه وکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۷ کتنې

پلخمري (پژواک، ۹ لېندۍ ۹۸): د بغلان سلګونو اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې د ټاکنو له کمېسيونه غوښتنه وکړه چې په دغه ولايت کې د رايو د بياشمېرنې تړل شوى بهير بېرته پيل کړي.

د ټاکنو کمېسيون وړمه ورځ اعلان وکړ چې په ٢٧ ولايتونو کې د رايو د بياشمېرنې پروسه بشپړه شوې خو د بغلان په ګډون په اوو نورو ولايتونو کې د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې پلويانو د رايو د بياشمېرنې مخه نيولې ده.

خو د بغلان د مرکز پلخمري ښار سلګونو اوسېدونکو نن د يوه لاريون په ترڅ کې د دغه بهير د بېرته پيل غوښتنه وکړه.

د بغلان د ولايتي شورا مرستيال او لاريون کوونکي شمس الحق بارکزي وويل چې په دغه ولايت په غير قانوني ډول د رايو د بياشمېرنې مخه نيول شوې ده.

هغه زياته کړه: ((موږ د کمېسیون د کار له دوامه ملاتړ کوو د رایو بياشمېرنې بهیر چې د یو شمېر کسانو له خوا یې په ناقانونه توګه مخه نیول شوې، له کمېسیونه غواړو خپل قانوني کار بېرته پیل کړي.))

د بارکزي په وينا، هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د ټاکنو قانوني پروسه د خپلو شخصي غوښتنو په خاطر له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

دغه راز بل لاريون کوونکي او د ولايتي شورا غړي محمد حنيف کهګدي وويل: ((موږ په لاريون کې تاوتريخوالي نه کوو، خو له کمېسيون نه غواړو چې د رايو بياشمېرنه پيل کړي.))

همدارنګه يو بل لاريون کوونکي عبدالحکيم نورزي وويل چې خلکو په ډېرو سختو امنيتي شرايطو کې رايې وکارولې.

هغه وايي: ((اوس يو شمېر کسانو د رايو د  بياشمېرنې مخه نيولې ده، موږ غواړو چې دغه غير قانوني کار بايد نور پاى ومومي او د رايو بياشمېرنه بايد له سره پيل شي.))

يو شمېر نورو لاريون کوونکو ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې هېڅوک حق نه لري د کمېسيون د چارو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

په دې اړه د بغلان د ټاکنو کمېسيون رييس نورالله پيغام پژواک ته وويل چې د ځينو کانديدانو يو شمېر پلويانو د دوى کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.

هغه وايي: ((زه د ننني لاريون کوونکو غوښتنه له مرکزي کميسيون شريکوم که چيرې راته د رايو د بيا شمېرنې اجازه راکړه نو زه خپل کار پيلوم.))

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم نن د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د ولسمشرۍ نوماندان او قومي مشران بايد د ټاکنو له کمېسيون سره همکاري وکړي څو په پاتې ولايتونو کې د رايو د بياشمېرنې بهير پيل کړي.

د يادونې ده، په دغو اوو ولايتونو کې پنجشېر، فارياب، سرپل، جوزجان، تخار، بدخشان او بغلان شامل دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست