کابل (پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٨) : د طالبانو له بند څخه ازاد شوى اسټراليايي استاد وايي چې مرګ يې څو ځلې له ډېر نږدې څخه ليدلى، خو وايي چې ناهيلى شوى نه و.
د اسټراليا اوسېدونکى تموتهي ويکس چې افغان امريکايي پوهنتون کې استاد و، شاوخوا درې کاله مخکې د کابل ښار له دارالامان سيمې څخه له يوه بل امريکايي استاد سره د طالبانو له خوا تښتول شوي وو.
دغه دوه استادان څو ورځې مخکې د انس حقاني په ګډون ددرېيو مهمو طالب بنديانو د خوشې کېدو په بدل کې تبادله شول.
د راپورونو له مخې، دغه استادان په زابل ولايت کې امريکايي ځواکونو ته سپارل شوي وو او بيا په جرمني کې د امريکا د پوځي اډې په روغتون کې تر لومړنۍ درملنې وروسته خپلو کورنيو ته وسپارل شول.
٥٠ کلن پروفیسور ویکس پرون د اسـټراليا په سډني ښار کې خبريالانو ته له طالبانو سره د خپلو ١٢٠٠ ورځو بند کيسې شريکې کړې دي.
هغه زياته کړې،له طالبانو سره د بند پر مهال څو ځل يې مرګ له نږدې لیدلی، خو په دغه حالت کې هم ناهيلى شوى نه و.
ويکس ويلي، چې له طالبانو سره یې په بند کې شاوخوا ۱۲۰۰ ورځې تېرې کړې، خو دغه ازمیښت یې دومره ژر پاى ته ورسېد، لکه څرنګه چې ژر پيل شوى و.
د نوموړي په وينا، له تښتول کېد وروسته طالبانو هغوى په پاکستان او افغانستان کې په داسې تورو خونو کې ساتلي وو چې کړکۍ يې نه درلودې او د رڼا څرک هم په کې نه ښکاره کېده.
ویکس رسنیو ته ویلي : " زه د خپلو احساساتو بیانولو لپاره دټکو لټولو هڅه کوم چې څه ډول دغه کار زما ټول ژوند بدل کړو، ځينې وخت خو به مې داسې محسوس کړه چې مرګ لکه بېخي زما پر سر ولاړ دی او زه به هاغه خلک بیا هېڅ چېرې ونه وینم چې بې کچه مینه ورسره لرم. "
نوموړي هاغه شېبې هم یادې کړې چې څنګه سږکال د اپریل میاشت کې هغه په نیمه شپه دچاودنو په غږ له خوبه راپورته شو او بیا طالبانو تر ځمکې لاندې تونلونو ته ننویستلو.
دغه اسټراليايي استاد وايي، د شپې شاوخوا دوه بجې یې د چاودنو درانه غږونه ترغوږه شول، خو طالبانو ورته وویل چې دا د داعش اړونده د يوې سيمه ييزې ډلې برید کړى دى.
خو هغه ويلي: " اوس زه باور لرم چې هغه د امریکا ځانګړي ځواکونه وو، چې زموږ د خوشې کولو لپاره يې عمليات کړي وو. "
login or register a new account.