Language

مشرانو جرګې د راتلونکي کال بودیجه نامتوازنه وبلله

کابل (پژواک،۱۰ لیندۍ ۹۸): مشرانو جرګې د راتلونکي کال د بودیجې طرحه نامتوازنه بولي، خو مالیه وزارت بیا وايي چې د هر ولایت د نفوس نه مشخصتوب او د وکیلانو په غوښتنه د ځینو پروژو نه عملي کېدل د بودیجې د نه تعادل عوامل دي.

دغه راز د مالیې وزارت وايي چې افغان حکومت یواځې د راتلونکي کال لپاره نړیوالې مالي ژمنې لري، خو د راتلونکو کلونو لپاره هم د نړیوالې ټولنې د ژمنو د ترسره کېدو لپاره هیله مندي شته.

د راتلونکي مالي کال د بودیجې طرحه چې ۴۲۸ میلیارد افغانۍ عادي او پراختیايي بودیجه په کې شامله ده د لړم په ۲۶ مه مشرانو جرګې ته وړاندې شوه.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړو د دې جرګې په نننۍ ناسته کې چې د مالیې وزارت سرپرست او مالي او اداري مرستیال زاهد همدرد هم په کې د بودیجې د طرحې په اړه د وضاحت لپاره ګډون کړی و، دغه طرحه نامتوازنه وبلله او ویې ویل، د بودیجې په سند کې پروژې په تکراري او «عوامو ته د دوکې ورکولو» په بڼه ځای پر ځای شوې دي.

په مشرانو جرګه کې د بامیانو د خلکو استازي محمد اکبري د راتلونکي کال پر بودیجې د نیوکې کولو ترڅنګ وویل، په دغه سند کې ان داسې پروژې شته چې مخکې بشپړې شوې دي.

هغه زیاته کړه: ((د بېلګې په توګه به د کابل ـــ بامیانو د سړک پروژه چې درې کاله مخکې بشپړه شوې ده، یاده کړو.))

د دې جرګې بل غړي عطاءالله لودین وویل: ((د راتلونکي کال د بودیجې په سند کې داسې پروژې ځای پر ځای شوې چې د ملي شورا په پنځلسمه دوره کې چې زه وکیل وم، موجودې وې.))

د جوزجان د خلکو استازې نبیې مصطفی زاده وویل، ځينې پروژې کلونه کېږي چې د خلکو د دوکه کولو لپاره د بودیجې په سند کې ځای پر ځای کېږي، خو تر اوسه یې آن کار نه دی پیل شوی.

خو د مالیې وزارت سرپرست او مالي او اداري مرستیال زاهد همدرد وویل: ((د راتلونکي کال بودیجه اوسنیو محدودیتونو ته په کتو داسې ترتیب شوې چې له یوې خوا د دولت عادي لګښتونه تمویل کړي او له بلې خوا هم د پراختیايي پروژو کار دوام پیدا کړي.))

همدرد زیاته کړه: ((پروژې هر کال د ټولو ولایتونو لپاره په پام کې نیول شوې او نیول کېږي، که تاسو ونه شوى کړای د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي او خپلې پروژې شاملوي، د ځینو تمرکز پر یوه ولسوالۍ وي، ځکه دوی په یوه ځانګړې ولسوالۍ کې ځانګړی نفوذ لري، موږ غواړو د بودیجې په وېش کې تعادل ته پام وشي، له بده مرغه تعادل نه دی ساتل شوی، زموږ او تاسو دغه بدبختي له ۲۰۰۳ کال راهیسې پیل شوې، یوه تازه پالیسې مو په پام کې نیولې څو تعادل مراعات شي.))

د نوموړي په خبره، د راتلونکي کال بودیجه د ټولو ولایتونو لپاره یو ــ یو میلیون ډالر په پام کې نیول شوې ده.

همدرد په دوام کې وویل: «ترڅو چې احصایه تکمیل نه شي، هغه هم د بایومټریک په وسیله؛ ځکه کولای شي خلا مشخصه کړي او د هغه له مخې بودیجه ځانګړې شي، د اصولو له مخې مصارف باید د نفوس له مخې وي، له بده مرغه له مونږ سره مکمل معلومات نشته چې په ولایتونو کې نفوس څومره دی؛ ځکه هغه ارقام چې له مونږ سره دي، ګومان دی.»

login or register a new account.