فراه (پژواك، ١٢ قوس ٩٨): په فراه کې ځينې سرچينې د دغه ولايت د مرکز اړوند نوبهار کلي کې د بهرنيو ځواکونو له خوا په يوه هوايي بريد کې د دولت د اتو وسله والو مخالفينو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب وايي چې دغه اته کسان تېره ورځ ماښام مهال وژل شوي دي.
هغه زياته کړه چې دغه بريد د فراه د امنيې قوماندانۍ د کشفي راپور پر اساس شوى دى.
د نوبهار کلي يوه اوسېدونکي امين جان په ياد کلي کې د اتو وسله والو وژل کېدل تاييدوي او وايي چې يو وژل شوى کس يې د تره زوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د وسله والو پر ضد هوايي بريدونه زيات شوي دي.
login or register a new account.