کابل (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٨): امريکايي رسنيو خبر ورکړى چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه په لومړي پړاو کې د څلور زره سرتېرو ايستلو ته چمتووالى نيسي.
امريکايي ټلوېزيون سي اېن اېن د لېندۍ په ٢٤مه د سپينې ماڼۍ د چارواکو له خولې ليکلي چې ولسمشر ټرمپ به ډېر ژر په دې اړه رسمي اعلان وکړي.
يادو چارواکو چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کړې، ويلي، کېداى شي دغه اعلان راتلونکې اوونۍ وشي، خو لا يې هم نېټه کره نه ده.
له دې مخکې د امريکا ولسمشر اعلان کړى و چې له افغانستانه به خپل ګڼ شمېر سرتېري وباسي خو کره شمېر يې نه و په ډاګه کړی.
اوس مهال په افغانستان کې څه باندې ١٢زره امريکايي سرتېري مېشت دي چې د ناټو د روزنې په ماموريت او ترهګرۍ ضد مبارزه کې دندې پر مخ وړي.
له دې مخکې ټرمپ فاکس نيوز ته ويلي وو، غواړي په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ٨٦٠٠ زرو ته راټيټ کړي.
سپينې ماڼۍ د سرتېرو کمولو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنـځ د دويم ځل پيل شوې خبرې بيا د څو ورځو لپاره ځنډول شوې دي.
په دې خبرو اترو کې چې په لومړي ځل يې نهه مياشت وخت واخيست، ډېر تمرکز د امريکايي ځواکونو پر وتلو و، خو دغه ځل امريکا پر اوربند او تاوتريخوالي کمولو ټينګار کړی.