ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې د ځاځي اریوب خلک وايي چې سیمه یې باید پر ملي پارک بدله شي

پکتیا کې د ځاځي اریوب خلک وايي چې سیمه یې باید پر ملي پارک بدله شي

author avatar
18 Dec 2019 - 14:59
پکتیا کې د ځاځي اریوب خلک وايي چې سیمه یې باید پر ملي پارک بدله شي
author avatar
18 Dec 2019 - 14:59

ګردېز (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۹۸): ځاځي اريوب د پکتيا ولايت د طبيعي ښکلا لرونکې پراخه سيمه ده چې ګڼو ځنګلونو، دنګو نښترونو، سړو چینو او يخې هوا يې زيات خلک ځان ته جذب کړي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني نږدې دوه کاله وړاندې ژمنه کړې وه چې د پکتيا د تثبيت شوو تاريخي سيمو او ځايونو پر بيارغونې سربېره به ځاځي اريوب له پامير وروسته د هېواد د دويمې ملي تفريحي سيمې په توګه ونوموي.

خو د دغه ولايت اوسېدونکي وايي چې د دوو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه دغه کار نه دى شوى.

د يادې سيمې اوسېدونکي وايي، دې ولسوالي ته د سيل لپاره د سيلانيانو ورتګ زيات شوی، په ځانګړي ډول په اخترونو او نورو ملي ورځو کې د لرو سيمو او ولايتونو ګڼ ځوانان د دې سيمې د طبيعي ښکلا ليدو او سيمه ييزو خوړو لپاره دې ولسوالي ته د چکر لپاره ورځي.

پر دنګو نښترونو د پوښل شوو غرونو په لمنو کې ډېری وخت کېدونکې موسيقي، د ځوانانو اتڼونه او مېلې د ژوند نورې خوندورې صحنې دي.

د پکتيا اوسېدونکي پر ملي تفريحي پارک د دې ښکلې سيمې د نومولو او جوړولو په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني د ژمنې پلې کېدل غواړي او ټينګار کوي، سره له دې چې د دې ژمنې شاوخوا دوه کلونه پوره کېږي، خو تر دې دمه په دې برخه کې هېڅ عملي کار نه دی شوی.

د يادې سيمې اوسېدونکی مينه ناک اريوبي وايي، لومړی بايد د دې سيمې امنيت ته پام وشي چې په خبره يې د ډاډمن امنيت په شتون کې به پر کورنيو سربېره بهرني سيلانيان هم جذب کړي.

اريوبي پژواک ته وويل: ((اريوب ډېره ښکلا لري، تل شنه لوړ او ګڼ نښترونه لري، ډېرې يخې او خوږې اوبه لري. موږ له حکومت نه اول د امنيت په برخه کې ډېره توجه غواړو، دلته هر کال ډېر زيات خلک راځي او خپل سيل او چکر کوي.))

نويد عزيزي له مرکز ګردېز سره د ځاځي اريوب نښلوونکي سړک د پاتې برخې اساسي رغونه جدي بولي او ټينګار کوي که د تفريح او ګرځندويانو لپاره د اسانتياوو برابرېدو لومړنۍ چارې پيل شي، ګڼ خلک چمتو دي چې زياته ونډه په کې واخلي.

عزيزي وايي: ((اريوب ته راغلی سړک بايد په سم ډول پوخ شي او د سيلانيانو او چکر لپاره بايد ځينې امکانات برابر شي. که يو ځل کار پيل شي او حکومت عملي کارونه شروع کړي، نو باور وکړئ چې له حکومت سره د دې کارونو په تر سره کولو کې له کمک سره به خلک او تجاران ډېر کارونه خپله وکړي.))

له پلازمېنې کابل څخه ځاځي اريوب ته د سيل لپاره راغلی سيلاني معلم ګل وايي، د اريوب له ليدو وړاندې يې په دې سيمه کې د دومره ښايسته په اړه فکر نه و کړی.

ګل زياته کړه: ((ډېره ښکلې سيمه ده، که څوک دلته راشي او دا ځايونه، هوا، خلک او خواړه وګوري، نو زما په شان به بيا، بيا د راتلو نيت ولري، هر څوک چې راشي تعجب به وکړي چې په افغانستان او پکتيا کې دومره ښايسته ځايونه هم شته، که دلته کار وشي، ډېر خلک به راشي، حتی خارجيان به چکر ته راځي.))

د پکتيا ولايتي شورا هم نيوکه کوي چې اړوند ادارې د ولسمشر غني له خوا د کړو ژمنو تعقيب ته پام نه کوي او تر دې دمه پر ملي تفريحي پارک د يادې سيمې بدلولو او جوړولو په برخه کې ان لومړني عملي کارونه هم نه دي شوي.

د يادې شورا مرستيال ايوب غروال وويل: ((په تېرو دوو کلونو کې د نږدې ولايتونو تر څنګ له لوی ننګرهار، لوی کندهار او شمالي ولايتونو زرګونه ځوانان او محصلين دلته د چکر لپاره راغلي، دوه او درې شپې يې سيل او چکر کړی او بېرته تللي دي، خو بدبختانه موږ هېڅ امکانات نه ورته لرو.))

د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي چې د ځاځي اريوب د امن کولو، د سړک اساسي رغولو او پر يوه ملي سيلاني سيمه د بدلولو لپاره کاري طرحه تر کار لاندې ده خو په خبره يې چې چارې ټکنۍ روانې دي.

کټوازي پژواک ته وويل: ((اريوب او جاني خېل ډېرې ښکلې سيمې دي، د اريوب منډيېر د تفريح او سياحت لپاره ډېر وړ ځاى دی چې د ملي تفريحي پارک په نوم ونومول شي او همداسې جوړ هم شي. اوس هم خلک راځي، خو بايد تر دې ډېر خلک راشي او اسانتياوې ولري. هغه فرضي سرحدي لارې مو بندې کړې او پاتې هم بندوو چې مخالفين ترې دېاخوا را اوړي او امنيت ته يې توجه کوو. د کار کولو لپاره هېڅ مشکل نشته.))

د يادونې ده، له دې مخکې د بدخشان پامير او د باميانو بند امير سيمې د ملي تفريحي پارکونو په نوم نومول شوې دي.

Views: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.