کابل (پژواک، ٢٨ لېندۍ ٩٨): د امريکا ولسي جرګې يا کانګرېس د رايو په اکثريت سره د ولسمشر ټرمپ د استيضاح پرېکړه کړې ده.
پر ولسمشر ټرمپ تور دى چې له واکه يې ناوړه ګټه پورته کړې او د سياسي ګټو لپاره يې له بهرنيو هېوادونو مرسته غوښتې ده.
د ټرمپ سياسي مخالفين ډيموکراتان ادعا کوي چې هغه د پوځي مرستو په بدل کې له اوکراين څخه غوښتنه کړې وه چې د ده سياسي سيال جو بايدن پر ضد د فساد قضيه پرانيزي.
خو ټرمپ دا تورونه ردوي او ټینګار کوي چې ډيموکراتان د ده پر ضد دسيسې جوړوي او په دې توګه يې له واکه لرې کول غواړي.
د امريکا کانګرېس پرون شپه د ولسمشر ټرمپ د استیضاح پر طرحې تر شپږ ساعته بحث وروسته د هغه د استيضاح او سلب صلاحيت د پرېکړې لپاره يې رايه اچونه وکړه.
د راي اچولو په دې پروسه کې د ٢٣٣ کسانو د ولسمشر ټرمپ د استيضاح غوښتنه وکړه، خو ١٩٩ وکيلانو يې بيا مخالفت وکړ.
خو له دې وروسته دا پرېکړه د امريکا مشرانو جرګې يا سنا ته ځي چې وروستۍ پرېکړه د هغوى له خوا کېـږي، خو په مشرانو جرګې د ټرمپ د ګوند جمهوري غوښتونکو اکثريت دى او ښايي دا پرېکړه هلته رد شي.
ولسمشر ټرمپ پر خپله ټويټرپاڼه د استازو جرګې د اوسنۍ ناستې په اړه لیکلي چې ده هېڅ کومه ګناه نه ده کړې.
نوموړي زياته کړه چې دا ډېره بده خبره ده او په راتلونکي کې باید امریکا له هېڅ کوم ولسمشر سره دا چلن ونشي.
ډونالد ټرمپ د امريکا په تاريخ کې درېيم ولسمشر دى چې د ولسي جرګې يا کانګريس له خوا استيضاح کېږي.
له دې مخکې ولسمشر انډرو جانسن په ۱۹۷۴ او بېل کلېنټن په ۱۹۹۸ کال استيضاح شول، خو له دندو ګوښه نه شول.