Language

بغلان کې دیني عالمانو پر سولې او اوربند ټینګار وکړ

پلخمري (پژواک،٣٠ لېندۍ ٩٨): د بغلان ولايت ديني عالمانو او د مدرسو طالبانو د يوې غونډې په ترڅ کې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ پر اوربند او سولې پر کولو ټينګار وکړ.

دغه غونډه نن په مرکز پلخمري کې جوړه شوې وه چې لسګونو ديني عالمانو او د مدرسو طالبانو په کې برخه اخيستې وه.

په ياده غونډه کې د اهل تشيع ديني عالمانو شورا مشر سيد باقر هاشمي وويل: ((سوله د هربشراړتیا ده موږ د دغې اړتیا پوره کولو لپاره غواړو غږ پورته کړو سوله غواړو هغه سوله چې روانه جګړه ختمه کړي.))

هاشمي وویل، له ټولو ښکېلو خواو او هغو هېوادونو چې د سولې په روانو خبرو کې رول لري غوښتنه کوي ترڅو نور د افغانستان خونړي داستان ته د تل لپاره پای ورکړي .

دغه راز د پلخمري جامع جومات خطیب مولوي برهان وویل چې حکومت او طالبان بايد د سولې په برخه کې د ديني عالمانو غوښتنه ومني.

ده وویل: ((هیڅ یو دیني عالم له هېواد سره خیانت نه دی کړی دیني عالمان د افغانستان ریښتیني دفاع کوونکي دي، حکومت او طالبان يې بايد د سولې غوښتنه ومني.))

يو شمېر نورو ديني عالمانو هم ورته څرګندونې وکړې.

د غونډې په پاى کې د بغلان د ولايت مقام په  استازيتوب مفتي عبدالحليم وويل چې د سولې په برخه کې حکومت او طالبان دې يو بل ته ستر شرطونه نه ږدي.

هغه وايي: ((د سولې له رامنځته شي فرصت بايد ګټه واخيستل شي، د ديني عالمانو غوښتنې ته بايد ځواب و ويل شي.))

د يادونې ده، له څه باندې يو کال راهيسې د امريکا او طالبانو د استازو ترمنځ د افغان سولې په تړاو د قطر هېواد په دوحې ښار کې خبرې روانې دي خو تر اوسه دوه ځلې دغه خبرې درول شوي او کومې پايلې ته سره نه دي رسيدلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.