ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ځینې موارد جدي تغییراتو ته اړتیا لري

غني: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ځینې موارد جدي تغییراتو ته اړتیا لري

author avatar
23 Dec 2019 - 20:14
غني: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ځینې موارد جدي تغییراتو ته اړتیا لري
author avatar
23 Dec 2019 - 20:14

کابل (پژواک ٢ مرغومى ٩٨): ولسمشر غني پردې سربېره چې ټينګار کوي، په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې جدي تغييراتو ته اړتيا ده، وايي، زموږ فرهنګي اتشې باید د افغانستان د تاریخ، فرهنګ او جغرافیې څخه اګاه اوسي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د چارو د ښه والي په موخه غونډه، نن مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.

سرچينه زياتوي، په پیل کې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې صافۍ په خپلو خبرو کې استاد ګلزمان او یو شمېر نورو هنرمندانو ته د مرستې په خاطر د دغه وزارت د وړانديز د منظورۍ او همدا راز د تاریخي اثارو د ترمیم لپاره د ۱۶۰ میلیون افغانیو د تخصیص په خاطر د جمهور رئیس مننه وکړه.

وروسته د اطلاعاتو فرهنګ وزارت معین پوهاند محمد رسول باوري او د دغه وزارت څو رئیسانو په خپلو خبرو کې وویل، د دغه وزارت اړوند د ځینو قوانینو د تعدیل پیشنهادي طرحه او یو شمېر مقررې عدلیې وزارت ته استول شوي.

د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مسوولینو څرګنده کړه، د نشراتو پالیسي تکمیل شوې او د رسنیو د نظریاتو له ترلاسه کولو وروسته به په نږدې راتلونکي کې د ټولو د لاسرسي وړ او تطبیق شي، همدارنګه فرهنګي ملي پالیسي چمتو شوې او د نظرغوښتنې په خاطر ولایتونو ته استول شوې ده.

دوی د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د عایداتي طرحې او تشکیلاتي ستونزو د وړاندې کولو پر مهال وویل، د دغه وزارت تشکیل مخکينی دی او د بیا کتنې په موخه یې د جمهور رئیس د لارښوونې غوښتنه وکړه.

یادو مسوولینو د دې په بیانولو سره چې د دغه وزارت په ولایتي ادارو کې مثبت او اغېزمن تغییرات جریان لري، وویل: باید د اطلاعاتو فرهنګ وزارت عایدات پر دې وزارت مصرف شي او د فرهنګي میراثونو د ملاتړ صندوق ایجادول یوه څرګنده اړتیا ده.

جمهور رئیس غني د دوی د وړاندیزونو او نظریاتو له اورېدو وروسته وویل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ښه والي په اړه ستاسې هڅې ښې دي، خو په ځینې مواردو کې جدي تغییراتو ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړه، د فرهنګي فکر د توليد په خاطر دې د ځوانانو یوه کمېټه ایجاد شي او د خلاقو هنرمندانو د تقدیرولو او هغه هرمندان چې له مالي ستونزو سره مخ دي، طرحه وړاندي کړي.

دى وايي، موږ باید د فرهنګ د تولید په برخه کې، فرهنګي فکر ایجاد کړو او له هېواده بهر زموږ په ډیپلوماټیکو استازولیو کې زموږ فرهنګي اتشې باید د افغانستان د تاریخ، فرهنګ او جغرافیې څخه اګاه اوسي.

ولسمشر دې ته په اشارې چې د موزیمونو پر ایجاد اغېزمن کارونه شوي، وویل، موزیمونه باید د واحدې برنامې تر چتر لاندې مدیریت شي او له ټکنالوژۍ پرته موزیمونه به چې افغانستان له بهرنۍ نړۍ سره وصلوي، موثریت ونه ولري.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل، کتیبې د فوق العاده ارزښت لرونکي دي او د هغو د ساتنې په برخه کې باید زیات کار وشي، موږ باید پر خپل فرهنګ یو نسل پانګونه وکړو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.