ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار ځيني ځوانان له ناوړه دودونو سره مبارزه کوي

د ننګرهار ځيني ځوانان له ناوړه دودونو سره مبارزه کوي

author avatar
24 Dec 2019 - 15:29
د ننګرهار ځيني ځوانان له ناوړه دودونو سره مبارزه کوي
author avatar
24 Dec 2019 - 15:29

جلال اباد (پژواک، ۳ مرغومی ۹۸): په ننګرهار کې يو شمېر ځوانانو، په ټولنه کې له شته ناوړه دودونو سره د مبارزې ژمنه کړې او ټينګار يې کړی چې همدا ناوړه دودونه کورنۍ په شخړو اخته کوي.

دوی د مرغومي په ۳مه د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د "افسو" په نوم د ټولنيزو او رواني ستونزو د يو بنسټ له لوري جوړه شوې غونډه کې دا څرګندونې وکړې.

په دې غونډه کې د ناوړه دودونو په اړه ځوانانو خپل شعرونه وويل، ممثلينو د تمثيل په بڼه ناوړه دودونه ښکاره کړل او دغه راز د غونډې ګډونوالو ډاډ ورکړ چې خپل چاپېريال کې به د ناوړه دودونو پر وړاندې مبارزه کوي.

د "افسو" ادارې مشر بصير فيصلي وويل، دوی روان کال د ښې رهبرۍ په برخه کې ۲۴ ځوانان په بېلابېلو دورو کې روزلي چې نن ورته د ښو فعاليتونو له امله تقديرنامې هم ورکړل شوې.

دی وايي، دغو ځوانانو ته په خپل چاپېريال کې له ناوړه دودونو سره د مبارزې لارې چارې ور زده شوې او دا ورته ښودل شوي چې دا ډول موضوعات څنګه پر خپلې رهبرۍ حل کړي.

د غونډې نورو ګډونوالو ويل، په ټولنه کې له شته ناوړه دودونو سره مبارزه کوي او نه پرېږدي چې کورنۍ د همدا ډول ناوړه دودونو له امله پر دښمنيو واوړي.

د دوی له ډلې اسدالله د ناوړه دودونو په اړه وايي: ((يو پلار دی، پنځلس زره افغانۍ معاش لري، زوی ته يې ښځه کړې، خو خسرخېل يې غوښتنه لري چې هوټل کې به واده کوي، دوی به يا قرضدار کېږي، يا به دا مامور رشوت اخيستو ته مجبورېږي او يا به يې دوستي په دښمنۍ بدلېږي.))

دوی وايي، همدا د ناوړه دودونو موجوديت دی چې په افغاني ټولنه کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی زيات دی او دغه راز ورځ تر بلې د خلکو اقتصادي کچه ټيټېږي.

د ښکلا سادات په نوم د غونډې بله ګډونواله وايي، ناوړه غوښتنې او دودونه ډير کله د مېرمنو له لورې کېږي چې بيا يې بدې پايلې ټوله کورنۍ وړي.

هغه وايي: ((موږ مستقيماً چا ته دا نه شو ويلی چې دا وکړه او دا مه کړه، مګر هغوی ته د ناوړه دودونو د زيانونو په اړه وايو، زمينه ورته برابرو چې له نورو خلکو سره کېني او هغوی ورسره خپلې تجربې شريکې کړي او بلاخېره له خپل کړي هوډ پښېمانه او ناوړه دود ترسره نه کړي.))

په ختيځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، هر کال دوی سره د زون په کچه سلګونه داسې پېښې ثبتې دي چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی ثابتوي او ډيری هغه يې د ناوړه دودونو له امله رامنځته کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.