Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“په بلخ  کې د ملي اردو ٣٠ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده”

مزار شريف (پژواک، ٥ مرغومى ٩٨): امنيتي سرچيني وايي چې د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريد کې د ملي اردو ٣٠ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په بلخ ولايت کې يوې امنيتي سرچينې د مرغومي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو نن سهار شاوخوا څلور نيمې بجې د بلخ ولسوالۍ په بنګلي سيمه کې د ملي اردو پر يوه بيز د چاودېدونکو توکو ډک ټانګ په وسيله بريد کړى دى.

هغه وايي: ((هاموى ټانګ يې له چاودېدونکو توکو ډک کړى و، په دغه بيز يې بريد کړى، په دغه بيز کې د ملي اردو ٣٠ سرتېري وو چې څه يې وژل شوي او نور يې ټپيان دي.))

ده زياته کړه چې له دې چاودنې وروسته طالبانو پر ياد مرکز ډله ييز بريد هم کړى دى.

دغه راز د ملي دفاع وزارت وياند روح الله احمدزي هم دغه بريد تاييد کړى او ويې ويل چې په دغه پېښه کې د ملي اردو اووه سرتېري وژل شوي دي.

احمدزى وايي چې د طالبانو بريد په شا تمبول شوى او دا مهال سيمه د افغان ځواکونو په کنټرول کې ده.

په ورته وخت کې د سيمې يوه اوسېدونکي سيد عصمت پژواک ته وويل چې چاودنه ډېره زوروره وه.

ده زياته کړه: ((د نږدې کورونو ښيښې يې ماتې کړې دي، خلک وايي چې په دې پېښه کې ٢٠ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې دوه ورځې وړاندې هم وسله والو طالبانو د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوې پوستې بريد وکړ چې په ترڅ کې يې ١٣ سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.