Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتيکا کې د عملياتو پرمهال پنځه ټنه چرس سوځول شوي

ښرنه (پژواک، ٥ مرغومى ٩٨): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي، په خوشامند ولسوالۍ کې يې د عملياتو پرمهال پنځه ټنه چرس سوځولي چې پرمهال يې نښته شوې او په کې دوه وسله وال وژل شوي دي.

امنيه قوماندان سمونوال نثاراحمد عبدالرحيمزي وويل چې تېره شپه پوليسو د پکتيکا په خوشامند ولسوالۍ کې د کشفي او استخباراتي معلوماتو په اساس د چرسو پنځه پټنځايونه په نښه کړل او هغه يې وسوځول.

ده زياته کړه، د خوشامند هغه سيمې چې دولتي حاکميت په کې کمزورى و، د سيمې خلکو په خپلو ځمکو کې چرس کرلي وو او له دې لارې د خلکو ترڅنګ وسله والو طالبانو هم ترې پيسې په لاس راوړې چې پوليسو ورباندې عمليات وکړل.

د هغه په وينا، د عملياتو پرمهال دوه وسله وال ووژل شول او يو ټپي شو، دغه راز درې موټره هم له منځه يوړل شول.

والي ډاکټر مجيب الرحمن څمکني، پژواک خبري اژانس ته وويل، پوليسو په خوشامند ولسوالۍ کې لوى او بريالي عمليات ترسره کړي چې په نتيجه کې يې پنځه ټنه چرس له منځه وړي دي.

د خوشامند ولسوالۍ يوې سرچينې چې د نوم خپرولو ته يې زړه ښه نه کړ، پژواک ته وويل چې د ولسوالۍ يواځې چهاردېوالي او ولسوالۍ ته غځېدلې لار د حکومت په لاس کې ده، پاتې ځمکه د طالبانو تر ولکې لاندې ده، همدا لامل دى چې د دې ولسوالۍ او له نورو ولايتونو څخه راغلو کسانو په ټولو دښتو کې چرس کرلي دي.

د ده په خبره، د همدې چرسو يوه اندازه يې د پوليسو له خوا له منځه يوړل شول.

دى زياتوي، اوس هم ډېرى خلکو کرلي چرس ترلاسه کړي او په پټنځايونو کې يې ځاى په ځاى کړي چې حکومت يې بايد مخه ونيسي.

بايد وويل شي چې څلور مياشتې وړاندې هم پژواک د يادې ولسوالۍ د خلکو له قوله ويلي و چې په دې ولسوالۍ کې په ډېرو دښتو کې چرس کرل شوي، خو هغه مهال چارواکو په دومر زياته کچه د چرسو کرل رد کړي وو.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.