Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایبک (پژواک، ۶ مرغومى ۹۸): سميه ييزو مسوولينو په سمنګان کې د څلورو طالبانو د وژل کېدو او ددغه ولايت د خرم او سارباغ لپاره د طالبانو د پوهنې د مسوول د نيول کېدو خبر ورکړ.

 د سمنګان د دره صوف پايين ولسوال عبدالیقین احمدي وايي چې ددغې ولسوالۍ د ريګي کوتل په سيمه کې د دولت د وسله والو مخالفينو د تلاشۍ پر يوه محل تېره ورځ عمليات ترسره شول، چې په ترڅ کې يې څلور وسله وال ووژل شول او يوبل ټپي شو.

د سمنګان د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول منير رحيمي وايي چې د خرم او سارباغ لپاره د طالبانو د پوهنې مسوول ملا عبدالخالق د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوى دى.

 د هغه په وينا، چې ملا عبدالخالق تېره ورځ له غرمې وروسته ددغې ولسوالۍ د خواجه قشقار په سيمه کې له يو ميل کلاشينکوف او مهماتو سره ونيول شو.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.