Language

فراه کې۱۳۱ کلن سړی له۴۰ کلونو راهیسې هېواد کې د امنیت ټينګښت لپاره روژه نیسي

فراه (پژواک، ۶ مرغومی ۹۸): فراه کې یو تن چې وایي ۱۳۱ کلن دی، پر افغانستان د شوروي تر پوځي یرغل وروسته، هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره هره ورځ له سې شنبې پرته روژه نیسي.

 په افغانستان کې وروسته له هغه د محمد داوود په ریاست جمهوري نظام ړنګ شو، چې د ۱۳۵۷ کال د غویي په اوومه د ديموکراتیک خلق افغانستان ګوند پوځي کودتاه وکړه او واک ته ورسېد.

 خو د یاد ګوند حکومت د افغانستان د خلکو له مخالفت او وسله وال جهاد سره مخ شو او د ۱۳۸۵ کال د مرغومي په شپږمه د وخت په پرمخ تللو وسلو سنبال شوروي پوځیانو د خلق ګوند له حکومت څخه د ملاتړ لپاره پر افغانستان پوځي یرغل وکړ او ببرک کارمل يې د واک پر ګدۍ کېناوه.

 خو د یاد حکومت او شوروي پوځیانو د یرغل پر وړاندې د افغانستان د خلکو مقاوت نور هم پیاوړی او پراخ شو او په پایله کې یې شوروي پوځیان له ماتې سره مخ او د ۱۳۶۷ کال د کب میاشتې په ۲۶مه له افغانستان څخه ایستلو ته اړ شول.

دغه لس کلنه دوره کې افغانستان په کنډواله بدل شو، له یو میلیون زیات افغانان ووژل شول، لسګونه زره معلول شول او په میلیونونو بهرنیو هېوادونو په تېره پاکستان او ایران ته کډې کولو ته اړ شول. 

په دغه دوره کې شوروي پوځیانو ته هم درانه مالي او ځاني زیانونه واوښتل. د ځینو راپورونو له مخې، په دغو شاوخوا لسو کلونو کې۱۴۴۵۰ شوروي پوځیانو ووژل شول،  ۴۹۹۸۰ نور ټپیان شول او ۳۳۰ تنه یې لادرکه شول.

د فراه د مرکړ اړوند د برنګتوت سیمې اوسېدونکی سید عبدالقادر تېره ورځ (د تلې پنځمه) له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې هېواد کې د یادې خونړۍ دورې پیل او ناخوالو دې ته وهڅاوه چې روژه ونیسي او مقتدر رب (ج) ته دعا وکړي چې هېواد او هېوادوال یې له بدبختیو وژغوري او په هېواد کې سوله ټینګه شي.

دغه عمر خوړلي سړي زیاته کړه:"یوه شپه مې خوب لیده، مرحوم پلار مې راته وویل چې روژه او د الله یاد تر ټولو غوره عمل دی، خو راته ویې ویل چې د سې شنبې په ورځو روژه مه نیسه او استراحت کوه، ما هم دغه خوب عملي کړ."

هغه په داسې حال کې چې اوښکې تویولې، وویل چې تر اوسه افغانستان کې امنیت نه دی ټینګ شوی او الله (ج) یې دعا نه ده قبوله کړې.

ده افغانستان کې د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې سوله وکړي، تر څو هېواد له اوسني ناورین نه ووځي او هېوادوال یې په سوله کې ژوند وکړي.

 دغه راز هغه د افغانستان له ټولو خلکو وغوښتل چې توبه وکړي او له الله (ج) نه په عاجزۍ سره وغواړي چې افغانستان کې جګړه او ناورین پای ته ورسيږي.

هغه افغانستان کې د امان الله خان حکومت تر ټولو غوره بولي او وایي چې شاه امان الله د افغانستان خلک یووالي ته هڅول.

login or register a new account.