مزارشريف (پژواک، ۸ مرغومی ۹۸): د بلخ ولايت هنرمندان او فلم جوړوونکي وايي، د روانو جګړو له امله حکومت د هنر او سينما ودې لپاره پاملرنه نه کوي.
دغه هنرمندان چې د سينما ورځې په مناسبت د مرغومي په ۸مه په مزارشريف کې راټول شوي وو، همدا راز يې له حکومته په بلخ کې د سينما د يوه معياري سالون جوړېدو غوښتنه وکړه.
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رياست د هنر څانګې مسوول صادق سرمست زاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې په هېواد کې روانو جګړو د ټولنې د نورو اړخونو ترڅنګ هنر او سينما ته هم زيان اړولی دی.
نوموړي زياته کړه، څومره چې هيله وه، افغان حکومت د هرمندانو او فلم جوړوونکو لاسنيوی نه دی کړی او په تېره شاوخوا يوه نيمه لسيزه کې د هنر او سينما لپاره کار په خصوصي ډول شوی دی.
سرمست زاده له حکومت او سوداګرو غوښتنه وکړه چې د فلم او هنر په برخه کې پانګونه وکړي.
د هغه په خبره يو ملت هغه مهال پرمختګ کولای شي، چې د هنر او فرهنګ د ودې لپاره يې هم کار وشي.
دى زياتوي، طالبانو د حکومت پر مهال په بلخ کې د سينما دوه سالونونه تخريب شول، خو په خبره يې چې د ډیموکراسۍ په لسيزه کې لا هم دغه تشه بېرته نه ده ډکه شوې.
د هغه په وينا، افغان هنرمندان اقتصادي او معنوي ملاتړ ته اړتيا لري چې حکومت بايد ورته پاملرنه وکړي.
محمد انور نبيل په مزارشريف کې له تېرو ۴۵ کلونو راهيسې پر هنري فعاليتونو بوخت دی.
هغه له حکومته ګيله من دی چې د خپل څه باندې څلور لسيزو فعاليت پر مهال هېڅ کله هم د حکومت لخوا ورسره مرسته نه ده شوې.
دغه هنرمند وايي چې ډېری وخت يې د سينما او تياتر له لارې خلک يووالي، سولې او له نظامه ملاتړ ته تشويق کړي دي.
نبيل وويل چې په بلخ کې شاوخوا ۱۵۰ نارينه او ښځينه هنرمندان په هنري فعاليتونو بوخت دي؛ خو په وينا يې چې بيا هم دغه ولايت کې د فلم نندارې لپاره حتی يو وړوکی تالار هم وجود نلري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP