کابل (پژواک، ٨ مرغومى ٩٨): د سوکوهنې افغان اتل حسين بخش صفري خپل روسي سيال ته سخته ماتې ورکړه.
د صفري او د هغه د روسي سيال پيټربرګ ترمنځ دا لوبه تېره شپه د روسيې په پلازمېنه مسکو کې ترسره شوه.
له دې مخکې صفري څلور لوبې ګټلې وې او يوه يې بايللې وه، خو د هغه روسي سيال پيټربرګ درې برياوې او يوه ماتې خوړلې وه.
صفري د تېرې شپې لوبه کې له درېيو راونډو سياليو وروسته خپل سيال مات کړ او بريا يې خپله کړه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په يوه لنډه خبرپاڼه کې حسين بخش صفري او ټولو هېوادوالو ته د دې سترې بريا مبارکي ورکړې ده.
login or register a new account.