منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۷ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سوک وهنې افغان اتل حسين بخش صفري خپل روسی سيال مات کړ

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۰ کتنې

 

کابل (پژواک، ٨ مرغومى ٩٨): د سوکوهنې افغان اتل حسين بخش صفري خپل روسي سيال ته سخته ماتې ورکړه.

د صفري او د هغه د روسي سيال پيټربرګ  ترمنځ دا لوبه تېره شپه د روسيې په پلازمېنه مسکو کې ترسره شوه.

له دې مخکې صفري څلور لوبې ګټلې وې او يوه يې بايللې وه، خو د هغه روسي سيال پيټربرګ درې برياوې او يوه ماتې خوړلې وه.

صفري د تېرې شپې لوبه کې له درېيو راونډو سياليو وروسته خپل سيال مات کړ او بريا يې خپله کړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په يوه لنډه خبرپاڼه کې حسين بخش صفري او ټولو هېوادوالو ته د دې سترې بريا مبارکي ورکړې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې