ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي تړون په مزار کې ٩١ پروژې بشپړې کړې او ٥٩ نورې تر کار لاندې دي

ولسي تړون په مزار کې ٩١ پروژې بشپړې کړې او ٥٩ نورې تر کار لاندې دي

author avatar
31 Dec 2019 - 15:28
ولسي تړون په مزار کې ٩١ پروژې بشپړې کړې او ٥٩ نورې تر کار لاندې دي
author avatar
31 Dec 2019 - 15:28

مزارشريف (پژواک، ۱۰ مرغومی ۹۸): په بلخ کې د ولسي تړون پروګرام مسوولين وايي چې د ۲۰۱۹ زېږديز کال په اوږدو کې يې د مزارشريف ښار په څلورو ناحيو کې ۹۱ ټولګټې پروژې پلې کړې او د ۵۹  نورو پروژو چارې روانې دي.

د ولسي تړون ادارې سرپرست کنشکا قادري د مرغومي په ۱۰مه په مزارشريف ښار کې پژواک اژانس ته وويل، تمه ده ياد پروګرام د مزارشريف ښار نورو ناحيو ته هم وغځول شي.

هغه زياته کړه چې په تېر زېږديز کال کې يې د مزارښار په اوومه، اتمه، نهمه او لسمه ناحيو کې ۹۱ ټولګټې پروژې بشپړې کړي او د ۵۹ نورو پروژو چارې هم روانې دي چې ژر به بشپړې شي.

نوموړی وايي چې په دغو پروژو کې د برېښنا، د فرعي کوڅو او سړکونو رغول او همدا راز له ښځينه متشبثينو سره مرستې کول شامل دي.

قادري په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې يادو څلورو ناحيو ته ټولټال يو ميليارد او پنځه سوه میليونه افغانۍ بودجه ځانګړې شوې وه چې دوی يې تر اوسه پورې ۷۰ سلنه مصرف کړې ده.

د هغه په خبره، د يادو پروژو په تطبيق کې خلکو هم ونډه اخيستې ده.

په مزارشريف کې د ولسي تړون پروګرام د ارزونې مدير جاوېد اشکار پژواک ته وويل چې ياد پروګرام د مزارښاريانو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.

هغه زياته کړه چې د شاوخوا ۹۱ پروژو په بشپړېدو سره د مزارښار د يادو څلورو ناحيو د اوسېدونکو په ژوند کې اسانتياوې رامنځته شوي دي.

نوموړي وويل چې د ياد پروګرام له لارې ډېری فرعي کوڅې او سړکونه چې د ژمي په موسم کې به خلک ورسره په تکليف وو، په پاخه ډول رغول شوي دي.

د هغه په وينا، په ۲۰۲۰ کال کې ياده اداره پلان لري چې شاوخوا ۱۵۰ نورې سيمه ييزې شوراګانې جوړې او له دې لارې په همدې کچه نورې ټولګټې پروژې پلې کړي.

اشکار زياته کړه چې د ولسي تړون پروګرام له خوا په پلې کېدونکو پروژو کې د سيمې خلکو ته د کار کولو زمينه هم برابرېږي.

د مزارشريف ښار د اتمې ناحيې اوسېدونکی منصور احمد وايي، چې د دوی په ناحيه کې پلې شوې پروژې د رغونې برخه کې يو انقلاب رامنځته کړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.