مزارشریف (پژواک، ۱۴ مرغومی ۹۸): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې ماين چاودنې څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل شاه عادل د مرغومي په ۱۴مه پژواک اژانس ته وويل چې ياده پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې د لسمې ناحيې په مربوطاتو کې په يوه شخصي موټر کې د ځای پر ځای شوي ماين د چاودنې له امله رامنځته شوه.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې يو ملکي وګړی وژل شوی او ۳ نور ټپيان دي.
د لسمې ناحيې اوسېدونکي سيد علي پژواک ته وويل چې د پېښې په ځای کې يې څو ټپيان ليدلي دي.
د سيمې دغه اوسېدونکی وايي چې باران حمام په نوي عصري بڼه جوړ شوی او ډېری مراجعين يې مهم کسان دي چې ممکن د چاودنې موخه هم همدا حمام و.
تر اوسه پورې چا د دې پېښې مسووليت نه دی منلی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP