Language

امنیتي مسوولین په غزني ښار کې د امنیت ټینګېدو ادعا کوي

غزني ښار (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٨): د غزني امنيه قوماندان وايي، د کمربندي پوستو په جوړولو سره جګړه له ښاره ولسوالیو ته رسېدلې ده او ورسره امنيتي وضعيت ښه شوى، خو د دغه ولايت اوسېدونکي بيا يادې څرګندونې په کلکه ردوي.

د غزني امنيه قوماندان سمونوال محمد خالد وردګ د مرغومي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښار د امنيت د ټينګښت په موخه يې کمربندي پوستې جوړې کړې دي.

هغه وايي: ((پخوا به جنګونه په ښار کې کېدل خو اوس دغه جګړې ولسواليو ته رسېدلې دي.))

قوماندان زياتوي چې د روان کال په جريان کې افغان ځواکونو درې ولسوالۍ ده يک، خواجه عمري او جغتو هم بېرته له طالبانو نيولې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال په جاغوري، مالستان، ناهور او خواجه عمري ولسواليو کې امنيتي وضعيت ډېر ښه دى خو قره باغ، ګيلان، مقر او اب بند ولسوالۍ بيا له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي.

خو د غزني اوسېدونکي بيا د قوماندان له څرګندونو سره موافق نه دي.

په غزني ښار کې مدني فعال رحمت الله مرجانخېل پژواک ته وويل چې ډېرى وخت د شپې له مخې وسله وال طالبان په غزني ښار کې بريدونه کوي.

هغه وايي چې د غزني په مربوطاتو کې د کابل- کندهار او غزني- پکتيکا لويې لارې له کلونو راهيسې له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي او مسافرين پرې تګ راتګ نه شي کولاى.

ده زياته کړه: ((د غزني ډېرې ولسوالۍ په همدې لارو پرتې دي، امنيت يې ډېر خراب دى.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، اندړ، زنخان، ګيرو، ده يک، واغظ، خوږياڼي، اب بند، قره باغ، مقر،ګيلان او رشيدان هغه ولسوالۍ دي چې له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي او څوک ورته په اسانه تګ راتګ نه شي کولاى.

دغه راز د غزني ښار بل اوسېدونکي رحيم الله هم پژواک ته وويل چې په ښار او ولسواليو کې امنيتي وضعيت ښه نه دى.

هغه وايي چې د نا امنۍ له امله د زنخان، ګيرو، اجرستان، رشيدان او اندړو ولسواليو مرکزونه له خپلو اصلي ځايونو څخه نورو سيمو ته انتقال شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.